1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

کرونا: په هندوستان کي جنايي اعمال اوج ته رسیدلي

۱۳۹۹ تیر ۳۱, سه‌شنبه

کرونا د هندوستان اقتصاد ته هم سخته ضربه ورکړې ده. ډیرو شرکتونو خپل کارکوونکي جواب او بې کاره کړي دي.غیر رسمي سکټور هم ددغه بحران څخه متاثره سوی دی.

https://p.dw.com/p/3feQC
Indien Symbolbild Polizei Kontrolle Lockdown
انځور: AFP/A. Sankar

کرونا بحران د هندوستان اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې ده. بیکاري خپل اوج ته رسیدلې او ډیر کسان نه پوهیږي چي څه وکړي. ځکه نو په مخ پر ډیریدونکي ډول سره اکثره په جنايي اعمالو لاس پوري کوي.

جاناکي دیوي، د نوي ډیلي د جنوب په یوه پارک کي قدم واهه، چي پر موټرسیکل سپرو دوو نارینه وو حمله پر وکړه او د سرو زرو امیل یې ورڅخه یووړ. دغي ۵۰ کلني ښځي دویچه ویلي ته وویل، چي «هرڅه دومره ژر تر سره سوه، چي کله چي زه متوجه کیدمه، هغوی بیا تللي وه.»

خو دې طالع درلوده، چي د یوې ویدیويي فلم له لاري پولیسو غله وپيژندل. هغوی دوه محصلین وه، چي پخوا يې هیڅ کوم جرمي عمل نه درلود.

په هندوستان کي جنايي اعمال تر هغه وروسته لا ډیر سول، چي د کرونا ویروس تر شیوع وروسته چارواکو تیره میاشت د کرونا قیودات نرم کړل. د هندوستان د خارجه وزارت د یوه متقاعد مامور یوه ښځه بیا تیره میاشت د غلا پر مهال په چاړه ووهل سوه. د پولیسو په حواله دغه جرم هم د یوه امنیتي ارګان یوه کارکونکي او ملګري یې سرته رسولی دی.

ډیریدونکې بې کاري خلګ غلاوو ته مجبوره کوي

کارپوهان وايي، چي د کرونا بحران په نتیجه کي د بیکاری ډیریدل ډیر انسانان جنايي اعمالو ته مجبوره کړي دي، خصوصأ ځوانان. د مثال په ډول د نوي ډیلي د یوه رستورانت دوه پخواني منیجران او د ساختماني سامان آلاتو یو دوکاندار د موبایل تلیفونو او زیوراتو په یوه غلا کي مجرم وپيژندل سوه.

د نوي ډیلي د پولیسو قومندان دویچه ویلي ته وویل، چي«په ډیرو حالاتو کي تحصیل یافته کسان مجرم پیژندل سوي دي، چي پخوا یې هیڅ جرم نه درلودی. هغوی د تحقیقاتو پر وخت ویلي دي چي هیڅ کار نه لري او ژوند کول ورته اسانه نه دي.»

هندوستان تقریباً یو ميلیون د کرونا ثبت سوي پيښي لري، چي د هغوی له جملې څخه یې تقریبأ ۲۵۰۰۰ انسانان مړه سوي دي. تر امریکا متحده ایالاتو او برازیل وروسته هندوستان په دې منځ کي د کرونا تر ټولو ډيري پيښي لري.

سایبري حملې ډیري سوي

چارواکو رپوټ ورکړی دی چي د کرونا بحران له پيل راهیسي سایبري حملې هم ډیري سوي دي. یوازي په مهاراشترا ایالت کي پولیسو دغه ډول ۴۰۰ حملې ثبت کړي دي، چي په انترنیت کي نفرت او تفرقه اچونکي شعارونه او مضامین یې یو مثال دی. د مهاراشترا د پولیسو یو مامور، بالسینګ راجپوت، چي د پولیسو د سایبري حملو مسؤل دی، وايي، چي «موږ نظارتي ارګانو ته وظیفه ورکړې ده چي دغه ډول مضامین د انټرنیت څخه وباسي.»

دا پيښي هم په هندوستان کي مخ پر ډیریدو دي چي خلک د انلایني اکونت له لاري جعل کارۍ کوي. د پولیسو یو مامور دغه جنجالي موضوع داسي تشریح کوي:«موږ تشخیص کړې ده، چي سایبري جعلکارانو غلط انلایني سایټونه جوړ کړي دي چي د پیسو تحویلولو له خدماتو سره مشابه دي، تر څو بانکي مشتریان د پیسو لیږلو ته رهنمايی کړي.»

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب