1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هندوستان: په یوه ورځ کې د کرونا نژدې ۳۹ زره مثبت پيښې

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

تازه رپوټونه وايي چې هندوستان په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ ۳۸۹۰۲ نوې مثبتې پيښې ثبت کړي دي. دا په دغه هيواد کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې دي چې تر اوسه ثبت شوي.

https://p.dw.com/p/3fYFx
Coronavirus in Indien
انځور: Getty Images/Y. Nazir

د اسوشتيد پريس خبري آژانس له نوي ډيلي څخه ليکي چې په هندوستان کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ ټول ټال ۱ ميليون او ۷۷ زره او ۶۱۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د هندوستان د عامې روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ (د جولای ۱۹مه) د کرونا ناروغۍ له امله، د مړينې ۵۴۳ تازه پيښو څخه خبر ورکړ. دې سره په دغه هيواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمیر ۲۶ زره او ۸۱۶ تنو ته رسيدلی دی. دغه شمیرې د تغيير په حال کې دي.

په ورته وخت کې د رغيدلو ناروغانو په شمیر کې هم ډيروالی رامنځ ته شوی دی. د هندوستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه هیواد کې د کرونا وبا د خپريدو تر اوسه، ټول ټال ۶۷۷ زره او ۴۲۲ تنه کرونايي ناروغان بيرته روغ شوي دي.

د چارو کارپوهان وايي، دا چې د هندوستان په لرو پرتو سيمو کې د کرونا وبا خپره شوې، نو احتمالا دغه هیواد به د کرونا وبا د لا پراخو څپو سره مخ شي.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: