1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هندوستان کرونا ځپلی دریم هیواد شو

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

هندوستان ویلي دي چې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر پکښې نږدې۷۰۰ زره کسانو ته رسیدلی دی. په دې ترتیب هندوستان تر روسیې مخته شوی او په نړۍ کې په کرونا ډیر ککړ دریم هیواد دی.

https://p.dw.com/p/3eqzl
Indien Coronavirus
انځور: Reuters/F. Mascarenhas

د هندوستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۴ زره تازه مثبتې پیښې ثبت شوي دي او په دې توګه په دې هیواد کې د کرونا د مثبتو پیښو مجموعي شمیر ۶۹۷ زره او ۳۵۸ پیښو ته لوړی شوی دی. په دې توګه هندوستان په کرونا د ککړو کسانو له اړخه تر روسیې مخکې شوی دی او په نړۍ کې کرونا ځپلی دریم هیواد دی.

د امریکا متحده ایالات او برازیل هم د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس تر ټولو ډیري مثبتې پیښې ثبت کړي دي. کارپوهانو وړاندوینه کړې ده چې ښايي په روانه میلادي میاشت کې په هندوستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر یو میلیون ته ورسیږي.

د جنوبي آسیا په دغه ډیر نفوس لرونکي هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا له کبله ۱۹ زره او ۹۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مرګونو له اړخه هندوستان د نورو ډیرو ځپل شویو هیوادونو په پرتله کم ځپل شوی دی.

کرونا ویروس تر ډیره د هندوستان په سترو ښارونو کې ډیر خپور شوی دی. نوي ډهلي او ممبي ښارونو هر یو د کرونا ۱۰۰ زره مثبتې پیښې لري او تر اوسه پورې په پلازمېنه نوي ډهلي کې د کرونا ۳۰۰۰ مرګونه او په ممبی کې بیا ۵۰۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

Indien Coronavirus-Ausbruch
انځور: Reuters/D. Siddiqui

نوي ډهلي بیا له کرونا وبا سره د مبارزې له پاره په دې وروستیو کې یو ستر روغتون هم فعال کړ چې د ۱۰ زرو بسترونو ظرفیت لري. د هندوستان نورو ښارونو لا ترمخه د کرونا اړوند شدید محدودیتونه وضع کړي دي.

په ټوله نړې کې تر اوسه پورې د کرونا د مثبتو پیښو شمیر ۱۱،۴ میلیونو ته رسیدلی دی او له دې ناروغۍ تر اوسه پورې تر ۵۰۰ زره ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کارپوهان وايي چې په نړۍ کې ښايي په کرونا ویروس د ککړو کسانو او همدا راز د مرګونو پیښې تر رسمي شمیرو ډیري لوړې وي.

انځورونه: نوي ډهلي د اورګاډي۵۰۰ واګونونه په ګرځنده روغتونونو بدل کړي: