1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر یوه میلیون اوښتي

۱۳۹۹ تیر ۲۷, جمعه

د هند یو شمیر ایالاتونو د کرونا ویروس د پېښو د زیاتیدو په ترڅ کې په سیمه ایزه کچه بندیزونه لګولي دي. په عین وخت کې په متحده ایالاتو کې هم په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس تر ۶۸ زره زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/3fSXs
Indien Corona-Pandemie | Corona warriors
انځور: DW/P. Samanta

په هند کې د کرونا ویروس تر یو میلیون زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د هند د روغتیا چارو وزارت د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای ۱۷مه) ویلي دي چې له دغه ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمیر تر ۲۵۰۰۰ زیات دی. زیاته شوې ده چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې تر ۳۰۰۰۰ زیاتې نوې پېښې ثبت شوي دي.

هند په نړۍ کې دریم هیواد دی چې د کرونا ویروس سخت ځپلی دی. د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې پيښې په امریکا متحده ایالاتو کې ثبت شوي دي چې شمیر ۳،۵ میلیونه ته رسیږي. په برازیل کې بیا د کرونا ویروس د ثبت شوو پيښو شمیر تر دوو میلیونو زیات دی.

هند هیله من وو پر گرځېدو باندي په سخت بنديز سره به پر دغه وبا برلاسه شي. خو د میلیونونو کسانو کارونه له لاسه ورکولو، د هغوی له لوږې سره د مخامخ کیدو د اندېښنې او همداشان په زیات نفوس لرونکو سیمو کې د ویروس د شمیر تر زیاتیدو وروسته، هند په خپله ستراتیژۍ کې بدلون راوست.

اوس دغه هیواد په دې هڅه کې دی چې اقتصادي چارې بیرته روانې شي. خو د کرونا ویروس مخ پر زیاتیدونکو پېښو ته په کتو سره ځینو ایالتونو پر ګرځیدو باندې بندیز لګولی دی. پر نورو سربیره په دغو سیمو کې بنګلور او د سیاحت له پاره مشهور ګوا شامل دي.

امریکا متحده ایالات

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په امریکا متحده ایالاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۴۲۸ نوې پېښې ثبت شوي دي. په همدغه موده کې د دغه ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۹۷۴ تنه ښوولی شوی دی. په دې ترتیب په دغه هیواد کې د دغه ناروغۍ له کبله د مړینې شمیر ۱۳۸ زره ۲۰۱ کسانو ته رسیدلی. 

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب