1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

کرونا ويروس يو وار بيا پر پراخيدو دی

۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه

د جان هپکينز پوهنتون د ارزوني له مخي، تر اوسه پوري ۱۵ ميليونه انسانان د سارس کوويد ۲ په ناروغي اخته سوي. اوس هم د امريکا متحده ايالات او برازيل تر ټولو سخت اغيزمن سوي هيوادونه شميرل کيږي.

https://p.dw.com/p/3fj9R
BdTD | USA Florida | Disney Park wieder geöffnet
انځور: picture-alliance/ZUMA/A. Martin Jr.

د جون مياشتي په پای  کي په چين کي ددغي پانديمي تر شيوع شپږ مياشتي وروسته لا ۱۰ ميليونه انسانان په کرونا په ويروس اخته سول. درې اونۍ وروسته به يې شمير ۱۵ ميليونو ته رسېدلی وي. تر ټولو ډير په شمالي او جنوبي امريکا کي دغه ويروس په شدت سره پراخ سوی. خو په نورو هيوادونو لکه هند او جنوبي افريقا کي هم د اخته کسانو شمير خپل اوج ته رسيدلی دی.

د جان هپکينز پوهنتون په حواله په نړۍ کي تر اوسه پوري ۶۲۰ زره انسانان په دغه ويروس چي تر اوسه يې کوم واکسين نه سته،  تر اخته کيدو وروسته مړه سوي دي. دغه ناروغي سږو ته سخت تاوان رسوي او په تيره بيا د زړو خلکو له پاره چي د بدن ضعيف ايمني سيستم لري، ښايي د ژوند په بيه تمامه سي.

آيا د کرونا پانديمي له کنتروله وتلې ده؟

په امريکا متحده ايالاتو کي تر ټولو ډير کسان په اخته سوي دي. هلته څه ناڅه د اخته کسانو شمير ۴ ميليونه او د مړو سوو کسانو شمېر ۱۴۲ زره ثبت سوی دی. د کارپوهانو په حواله دغه پانديمي هلته نور له کنتروله وتلې ده.

برازيل بيا په نړۍ کي دوهم ځای خپل کړی. هلته د کرونا پانديمي په دا وروستيو وختو کي ډيره چټکه پراخه سوې ده. د جان هپکينز پوهنتون په حواله په دغه هيواد کي تقريباً ۲،۲ ميليونه انسانان په اخته سوي شاوخوا ۸۱ زرو کسانو بيا ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نوو اخته سوو کسانو شمير د يوې مياشتي په ترڅ کي دوه برابره سوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان سره يې د شميرو توپير

د ياد پوهنتون ويبپاڼه چي دغه ارقام پکښي خپريږي، په منظم ډول نوې کيږي او له همدې کبله د روغتيا نړيوال سازمان له خوا ورکړل سوو رسمي ارقامو په پرتله هغه تل لوړ وي. ځيني وخت دغه شميري بيرته اصلاح او کښته ښودل کيږي.

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د سه شنبه تر ورځي پوري ۱۴،۵۶ ميليونه کسان په کرونا ويروس اخته او ۶۰۸ زره بيا مړه سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب