1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ایشورایا رای بچن په روغتون کې بستر شوه

۱۳۹۹ تیر ۲۸, شنبه

د بالیوډ مشهوره فلمي ستورې ایشورایا رای بچن چې په کرونا ویروس اخته شوې وه، د رسنیو د رپوټونو له مخې د ممبۍ په یوه روغتون کې بستر شوې ده.

https://p.dw.com/p/3fWf2
Indien Tirupati - Hochzeit von Abhishek Bachchan und Aishwarya Rai
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelam

ټایمز آف انډیا، نومې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د هندي سینما ستورې ایشوریا رای په کرونا ویروس د اخته کیدو یوه اوونۍ وروسته هغه او اته کلنه لور یې ارادیا بچن د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۷مه) د نفس تنګې د شکایت وروسته په ممبۍ کې د ناناواتي په نوم روغتون ته لیږدول شوي او بستر شوي دي.

د ایشورایا رای خاوند ابیشک بچن او خسر یې امیتاب بچن چې دواړه د هندي سینما مشهور ستوري دي، لا ترمخه په همدغه روغتون کې په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته بستر دي.

د «پرس ټرسټ آف انډیا» په نوم خبري آژانس د روغتون د کړیو له قوله ویلي دي چې ایشورایا رای بچن او د لور وضعیت یې د ډاډ وړ دی. ایشورایا رای د بالیوډ له بریالیو فملي ستورو شمیرل کیږي او په ۱۹۹۴م کال کې یې هغه مهال نړیوال شهرت وموند چې د ښکلا نړیوالې ملکې، سیالي یې وګټله.

Hochzeit Indien Isha Ambani Anand Piramal
د ایشورایا رای بچن خاوند ابیشک بچن او لور یې ارادیا بچن هم په روغتون کې بستر ديانځور: AFP/Getty Images/S. Jaiswal

د ښکلا د پخوانۍ ملکې خاوند او همداشان خسر یې امیتاب بچن تیره اوونۍ د ناناواتي روغتون د تجرید په څانګه کې دي. په تیرو ورځو کې ویل شوي دي چې امیتاب بچن او ابیشک بچن د کرونا ویروس خفیف علایم درلودل. ابیشک بچن د جمعې په ورځ د ټویټر په یوه پیغام کې له خپلو مینه والو څخه مننه کړې وه چې د بچن کورنۍ د روغتیا هیله یې څرګنده کړې وه.

د هند په سینما کې د بچن کورنۍ مشهوره څیره ۷۷ کلن امیتاب بچن دی چې د اویایمو ميلادي کلونو له اوایلو راهیسې د دغه سینما یو مشهور فلمي لوبغاړی يا ممثل دی. په ۱۹۹۹م کال کې بي بي سي هغه د «زریزي ممثل» په نوم یاد کړ. هغه اوس هم د زیات عاید لرونکو فلمونو له پاره شهرت لري. پر دې سربیره امیتاب بچن «څوک غواړي میلونر شي؟» په نوم د یوه تلویزوني پروګرام چلوونکی دی. هغه ډیر مینه وال لري چې ۴۳ میلیونه کسان یې د ټویټر په پاڼه تعقیبوي.

د هند ستر ښار ممبۍ د کرونا وبا سخت ځپلی دی. په دغه ښار کې تر سلو زرو زیاتې د کرونا ویروس مثبت پېښې ثبت شوي دي او له دغه ناروغۍ د مړو شوو کسانو شمیر تر پنځه نیم زره اوښتی دی. د هند روغتیايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له یو میلیون اوښتي دي.

زموږ له آرشیف څخه: