1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د کرونا ضد واکسین په بریالیتوب سره وآزمویل سو

۱۳۹۹ تیر ۳۱, سه‌شنبه

آیا دا به تر ډیر انتظار وروسته یو تحول وي؟ د یوې پلټني په حواله، د کرونا ویروس پرضد یو بریتانوی واکسین د بدن د معافیتي سیستم په فعالولو کي ډاډمنتیا رامنځته کړې. خو بیا یې هم بشپړ معافیت معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/3fdMR
Corona Impfstoff wird gestestet.
انځور: picture-alliance/SvenSimon/F. Hoermann

د آکسفورد پوهنتون او د بریتانیا فارمسي شرکت آسترا زنکا، له خوا جوړ سوي دغه واکسین، د بدن د معافیت د سیستم په هکله سمدستي دوه جوابه پیدا کړي: دغه واکسین نه یوازي د انتي باډي په جوړولو، بلکي په وینه کي د دفاعي یا T حُجرو په جوړولو کي هم مرسته کوي چي دواړه د بدن د معافیت له پاره مهم دي.

د دغيو نتایجو په هکله بریتانوۍ طبي مجلې The Lancet رپوټ ورکړی. لومړني نتایج تیره اونۍ لا اعلان سوي ول. بریتانیا تر اوسه ددغه واکسین د ۱۰۰ میلیونه دوزو فرمایش ورکړی دی. پر ۱۰۷۷ صحتمنده کسانوباندي د هغوی آزموینه بریالۍ ښودل سوې. خو بیا هم کارپوهان رپوټ ورکوي چي تر اوسه لا معلومه نه ده چي نوموړی واکسین به بشپړ معافیت رامنځته کړي او که څنګه؟

چینايي کارپوهان هم له بریالیتوب څخه خبر ورکړی

د دې پوښتني د جواب له پاره په برازیل کي هم پر څو زرو داوطلبه کسانو نوري آزمویني هم پیل سوې. د کارپوهانو په حواله نوموړی واکسین ځیني جانبي عوارض لکه کسالت او د سردرد رامنځته کوي خو بیا هم هغه جدي نه بلل کیږي.

همدارنکه د دوشنبه په ورځ هم چینايي پلټونکو یو واکسین معرفي کړ چي پر څه د پاسه ۵۰۰ کسانو تطبیق سوی. د ووهان ولایت دغه ټیم په خپل رپوټ کي لیکي چي دغه واکسین هم اطمیناني دی او په وینه کي انتي باډي رامنځته کوي. د هغه جانبي عوارض هم لږ تبه، ستړیا او د واکسین لګولو په ځای کي درد په ګوته سوي، خو د کارپوهانو په خبره هغه جدي نه بلل کیږي.

په نړیواله سطحه د کرونا واکسین جوړولو په برخه کي د کارپوهانو او فارمسي شرکتونو ترمنځ سخت رقابت روان دی. د آکسفورد پوهنتون له خوا جوړ سوی واکسین په تر ټولو لوړو کتګوریو کي راځي. د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله په اوس وخت کي څه د پاسه ۲۰ ډوله واکسین د کلینیکي پلټنو په چوکاټ کي پر انسانانو آزمویل سوي.