1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

يو شرکت غواړي د کال تر پایه د کرونا واکسین بازارته داخل کړي

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

د «آسترازنکا» دواجوړولو شرکت په پام کي لري چي د روان کال تر پایه د کرونا ویروس ضد یو واکسین بازار ته وړاندي کړي. د دغه شرکت رئیس ویلي دي چي د نړۍ ټول اوسیدونکي به دغه واکسین ته لاس رسی ولري.

https://p.dw.com/p/3fhOB
Grossbritannien Oxford | Coronavirus | Impfstoff
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Cairns

د درمل جوړولو شرکت آسترازنکا رئیس پاسکال سوریو د «آر ټي اِل» فرانسوي راډیويي شبکې ته د سه شنبه په ورځ وویل: «دغه واکسین به په ټوله نړۍ کي د انسانانو په اختیار کي ورکړل سي او بیه به یې هم د دهغه د تولید د لګښت پر اساس وټاکل سي.»

په دې ډول په پام کي ده چي ددغه واکسین هر واحد به په ۲،۵ یورو وپلورل سي. سوریو ویلي: «زموږ هدف دادی چي ټول انسانان دغه واکسین ته لاس رسی ولري.» هغه زیاته کړې چي نوموړی واکسین به د روان کال تر پایه تولید سي او که هر څه سم پر مخ ولاړ سي نو ښايي تر هغه لا هم ژر.

د دوشنبه په ورځ کله چي یو تحقیقاتي کار د «لنست» په نامه اونیزه کي خپور سي، نو ډیر کسان یې د کرونا هغه واکسین ته امیدواره کړل چي د آسترازنکا او بریتانيا د آکسفورد پوهنتون له خوا په ګده تولید سوی دی.

د هغو کسانو له پاره یې چې دغه واکسین ورباندي په دوو پړاوونو کي آزمویل سوی، کومه ستونزه نه ده رامنځته کړې او په هغه کي کارول سوې ماده، په بدن کي د انتي باډي د تولید او د کووید ۱۹ ناروغي په وړاندي د معافیت سبب سوې ده.

تمه کیږي چي پر ګډون کوونکو باندي د هغه د آزمویني د دریم پړاو نتایج په مني کي خپاره سي او د بریالیتوب په صورت کي کیدای سي دغه واکسین په ډله ایز ډول تولید او د خلکو په اختیار کي ورکړل سي.

په دې ترڅ کي یوه چینايي شرکت هم د سه شنبه په ورځ په برازیل کي د خپل واکسین د آزمویلو دریم پړاو پیل کړ. د «لنست» اونیزي رسنۍ د معلوماتو له مخي د سائویائولو په یوه روغتون کي یوه ډاکټر ددغه واکسین د آزمویلو له پاره لومړني داوطلب کسان پیدا کړي چي پکښي د لومړنیو دوو پړاوونو تاثیرات ثابت سوي دي.