1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين د پوځ تمرينات او د امریکا د جنګي بېړۍ ګزمه

۱۴۰۲ فروردین ۲۱, دوشنبه

چين تايوان ته نږدې د پوځي تمرينونو په درېيمه ورځ د دغه ټاپو د هوايي او سمندري محاصرې بڼه جوړه کړه. په ورته وخت کې امریکا متحده ایالتو د شخړي سيمي ته یوه جنګي بېړۍ واستوله.

https://p.dw.com/p/4PsOm
يوس ميليوس، جنگي بیړۍ
انځور: U.S. Navy/REUTERS

چین د دوشنبې په دریمې ورځ تایوان ته نږدې خپلو پوځي تمریناتو ته دوام ورکړ. د چین پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې تمریناتو کې د دې ټاپو "انزوا کول" شامل دي او په دغو تمریناتو کې د چین له دوو جنګي الوتکو لېږدونکو بېړيو څخه یوه یې هم برخه اخلي.

د امریکا د جنګي کښتۍ ګزمه

په ورته وخت کې، د دوشنبې په ورځ د امریکا یوه ویجاړونکي بېړۍ د چین په سويلی سمندر کې د چین تر کنټرول لاندې یو ټاپو ته نږدې ګزمه وکړه، چې چین یې غیر قانوني بولي.

په داسې حال کې چې امريکا متحده ایالات په منظمه توګه د دې ستراتیژیکې سمندري لارې په اړه د چین او نورو هیوادونو د ځمکنیو ادعاوو د ننګولو له پاره دا ډول اقدامات کوي، وروستی اقدام په داسې وخت کې کیږي چې چین تایوان ته نږدې پوځي تمرینات کوي.

چین د تایوان په شاوخوا کې تر دوشنبې درې ورځنی پوځي تمرینات تر سره کړل
چین د تایوان په شاوخوا کې تر دوشنبې درې ورځنی پوځي تمرینات تر سره کړلانځور: Uncredited/CCTV/AP/dpa/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو اوومې بیړۍ وویل چې يوس ميليوس د سپریټلي په ټاپوګانو کې له میشیف ریف څخه د ۱۲ سمندري میله په شاوخوا کې «معمولي عملیات» ترسره کول، یو وخت تراوبو لاندې ډبرې وې او اوس پکي چین هوایی ډګر او نور تاسیسات جوړ کړي دي.

«د دودیز نړیوال قانون له مخې  ځانګړتیاوې، لکه ميشيف ریف، چې په طبیعي ډول په لوړو څپو کې ډوبیږي، په سمندري ساحه کې شامل نه دي.» د ځواک د اعلامیې په یوه برخه کې لوستل کیږي: «مشيف ریف کې د ځمکې د دعوې او د تاسیساتو او جوړښتونو د جوړولو هڅه د نړیوالو قوانینو له مخې د هغې حیثیت نه بدلوي.»

اړوند مطالب:

چين په دويمه ورځ هم د تايوان شاوخوا نظامي تمريناتو ته ادامه ورکړې

د چین د خلکو د ازادۍ پوځ ادعا کړې ده چې د امریکا بېړۍ د چین له اجازې پرته په ناقانونه توگه سیمې ته ننوتي، دوی دغه بيړۍ څارلې او خبرداری یې ورکړی دی.

د چین د پوځ یوه قوماندان وویل: «هېواد يې د سویلي چین سمندرګي په ټاپوګانو او شاوخوا سمندري سیمو باندې له شک پرته حاکمیت لري.»

د امریکا متحده ایالاتو اوومې بېړۍ زیاته کړه، چې د عملیاتو په پای کې، ميلیوس جنگي بیړۍ د (سختې جګړې) له سیمې څخه وتلې او د چین په سویلي سمندرکې یې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د تايوان له ولسمشرې سره د استازو مجلس د مشر ليدنه؛ چين امريکا ته خبرداری ورکړی

چین او امریکا متحده ایالاتو تیره میاشت د ورته بیړۍ د حرکت پر سر ترينگلتيا درلوده. چین ادعا کړې، چې دغه بيړۍ د سويلي چین سمندرګي پارسل ټاپوګانو ته څېرمه د پیکنګ اوبو ته ننوتلې ده.

چین د دې سمندري حوزې پر لویه برخه دعوه لري چې له دې لارې هر کال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام هم د دغو سمندري سیمو پر ټولو یا ځينو  برخو د مالکیت دعوې لري.