1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

چین د تایوان ټاپو ته نږدې خپل پوځي مانورې پيل کړې

۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبه

چین اعلان کړی چې د تایوان ټاپو ته نږدې یې درې ورځني پوځي مانورې پيل شوي دي. مخکې تر دې د تایوان ولسمشرې امریکا ته سفر کړی و. پيکنگ دا مانورې «بیلتون غوښتونکو» ته یو خبرداری بللی دی.

https://p.dw.com/p/4Pq1m
Chinesische Militärübungen vor Taiwan
انځور: Thomas Peter/Reuters

د چین پوځ د شنبې (د اپریل میاشتې ۸ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د دې هیواد پوځي مانورې د تایوان ټاپو ته نږدې پيل شوي دي او دغه مانورې به دری ورځې دوام وکړي.

چین د تایوان په اطرافو کې جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړي

دا پوځي مانورې له امریکایې چارواکو سره د لیدنې کتنې په موخه متحده ایالاتو ته د تایوان د ولسمشرې تسای اینگ ون، د سفر په غبرگون کې ترسره کیږي. دې سفر د پيکنگ غوسه را پارولې وه، په دې شکل چې چینایي پوځ اعلان وکړ، دا پوځي مانورې د پلان مطابق د تایوان د لارې په اوبو کې د دې ټاپو په سویلي، ختیځ او شمالي برخو کې ترسره کیږي.

د تايوان له ولسمشرې سره د استازو مجلس د مشر ليدنه؛ چين امريکا ته خبرداری ورکړی

چینایي پوځ په خپله اعلامیه کې، د دغو مانورو ترسره کول، په تایوان کې بیلتون غوښتونکو ځواکونو ته خبرداری بللی دی.

د تایوان ولسمشرې چین په «خپل سري توسعه طلبۍ» تورن کړ او ویې ویل، چې تایوان به له متحده ایالاتو او نورو هیوادونو سره همکاري جاري وساتي، څو «د آزادۍ او دیموکراسۍ له ارزښتونو څخه دفاع وکړي.»

د تایوان د دفاع وزارت هم پر پیکنگ تور لگولی دی چې د پوځي تمرینونو په ترسره کولو سره د سیمې امنیت په خطر کې اچوي.

د رپوټونو په اساس، چین اراده لري چې د اوسنیو دری ورځنیو مانورو وروسته به، له جنگي مهماتو سره تمرینونه ترسره کړي. ټاکل شوې ده دغه تمرینونه د فوجیان ولایت په سواحلو کې، د هغو له جملې څخه د پینگتان ټاپو ته نږدې چې له تایوان سره شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره واټن لري، ترسره شي.

Taiwans Präsidentin Tsai Ing-wen
د تایوان ولسمشره تسای اینگ ونانځور: Taiwan Presidential Office/AP/picture alliance

د تایوان دفاع وزارت اعلان کړی دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د چین ۸ جنگي بیړۍ او ۴۲ جنگي الوتکې د دغه هیواد په شاوخوا اوبو کې لیدل شوي دي. د تایوان د چارواکو په حواله ۲۹ الوتکې د دې هیواد فضایې حریم ته داخل شوي دي.

مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، پر تایوان د چین د برید په صورت کې د نړیوالو پایلو په هکله خبرداري په ورکولو سره ویلي وو: «د چین دا اقدام کیدای شي د یوه نړیوال اقتصادي بحران رامنځته کیدو سبب شي.»

د بلینکن په وینا تایوان له کلیدي اقتصادي اهمیت څخه برخمن دی او «هره ورځ د نړۍ د سوداگریز حمل و نقل ۵۰ سلنه د تایوان له تنگې څخه تیریږي» او د نړۍ لږ تر لږه ۷۰ سلنه سیمې کنډکټرونه یا چیپونه په تایوان کې جوړیږي.

تایوان: چين له سرحده سرغړنه کړې

د تایوان ولسمشره تسای اینگ ون، د چین د خبرداري سربیره د چهارشنبې (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) په ورځ د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې د دغه هیواد د استازو مجلس له مشر کوین مک کارتي او یو شمیر جمهوري غوښتونکو او دیموکرات استازو سره لیدلي ول.

دا وروسته له ۴۴ کلونو څخه د متحده ایالاتو په خاوره کې د یوه لوړپوړي تایواني چارواکي لیدنه کتنه وه.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح