1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
چین

په چین کې اورلګیدنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۲ اسفند ۵, شنبه

د نانجینګ ښار په یوه ۳۰ پوړیزه ودانۍ کې د اور لګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغې ودانۍ تر ۵۰۰ ډیر استوګن باید تخلیه شوي وای. ظاهراً اور د برقي شارټ په نتیجه کې لګیدلی دی.

https://p.dw.com/p/4cq2k
China Feuer in einem Wohnhaus in Nanjing
انځور: AFP

د چین په ختیځ نانجینګ ښار کې سیمه ایزو چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۴نېټه) ویلي دي چې په دغې اور لګیدنه کې ۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي چې د یوه تن وضعیت یې د انديښنې وړ دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې اورلګیدنه د جمعې ورځې په سهار د ودانۍ په لومړي پوړ کې هغه وخت رامنځته شوه چیرې چې د ودانۍ اوسیدونکو خپل برقي سکوټرونه چارجول.

اور وژونکې عمله وتوانیدله له غرمې مخکې اور تر کنترول لاندې راولي او تر ۵۰۰ ډیر کسان چې په ودانۍ کې میشت ول شاوخوا هوټلونو ته انتقال کړي.

د جیانګسو ولایت مرکز نانجینګ ښار، څه دپاسه اته میلیونه نفوس لري او د شانګهای په لویدیځ شاوخوا ۲۷۰ کیلومترې کې موقعیت لري.

په چین کې د احتیاطي یا وقایوي معیارونو د نه مراعاتولو په دلیل په پرله پسې ډول د استوګنې په ودانیو کې د اورلګیدنې پيښې رامنځته کیږي چې اکثره یې د مرګ ژوبلې سبب کیږي. د روان کال د جنورۍ میاشتې په پای کې په جیانګشي ولایت کې د اوستوګنې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې په پایله کې ۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

آژانسونه:ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب