1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د کیمیاوي موادو په فابریکه کې اور درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

د چین رسنۍ رپوټ ورکړی چې په ژیانګسو ولایت کې د کیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې د اور لګیدنې پیښې د قربانیانو شمیر ۴۴ تنو ته لوړ شوی دی. د تیرې لسیزې په ترڅ کې د دغه راز پیښو له امله مرګونو د چینایانو غوسه راپارولې ده.

https://p.dw.com/p/3FUpI
China, sechs Tote nach Explosion im Industrial Park in Yancheng
انځور: picture-alliance/dpa

د چين دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې۲۲ نیټه) رپوټ ورکړی دی چې د دې هیواد په شرقي ژیانګسو ولایت کې د کیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې د چاودنې او اور لګیدنې پیښې د قربانیانو شمیر ۴۴ تنو ته لوړ شوی دی.

د تیرې یوې لسیزې په ترڅ کې د چین په صنعتي فابریکو او د معدونونو د استخراج په برخه کې دغه راز پیښې ډیرې شوي دي چې له کبله یې د چینایانو ترمنځ د حفاظتي تدابیرو د نه شتون له کبله غوسه ډیره شوې ده.

د کیمیاوي موادو په دغه فابریکه کې د چاودنې او اور لګیدنې له کبله تر ۶۰۰ ډیر کسان ټپیان دي چې په دوی کې د ۳۲ کسانو حالت د اندیښنې وړ ښول شوی دی. زیاته شوې ده چې د چاودنې له کبله د ریشتر په کچه د ۲،۲ درجې لرونکې یوه کوچنۍ زلزله هم رامنځ ته شوې ده.

د معلوماتو له مخې د اور وژنې ډلې اور تر کنترول لاندې راوستلی دی او چینايي چارواکو د یادې پیښې په هکله څیړنې هم پیل کړي دي.

حکومت باید بیړني اقدامات عملي کړي

په داسې حال کې چې په چین کې د تیرې لسیزې په ترڅه کې دغه راز پیښو او په پایله کې یې درنې مرګ ژوبلې د خلکو غوسه راپارولي، خو بیجینګ بیا له کلونو راهیسې د صنعت په برخه کې د حفاظتي تدابیرو د عملي کولو او د لا ډیر څار ژمنې کړي دي. د دې ترڅنګ، د چاپیریال پیژندنې کارپوهان وايي چې په دې برخه کې ډیر لږ بدلونونه راغلي او دا چې کاریګر لا هم له خطرونو سره مخ دي.

په چین کې د ګرین پیس د څیړنې له ډلې څخه شینګ کیان په خپل یوه رپوټ کې په دې هکله ویلي: «دغه راز تراژیدۍ کابو هره ورځ پيښیږي. حکومت باید عاجل اقدمات عملي کړي څو په ښه توګه کیمیاوي مواد مدیریت شي، ښاریانو او کارګرو ته خونديتوب ورکړل شي او په ټول هیواد کې د چاپیریال له اړخه مهمې سیمې وساتل شي.»

په چین کې خونړۍ پیښې

په وروستیو کلونو کې چین د یو لړ خونړیو دغه راز پیښو شاهد وو. په ۲۰۱۵م کال کې د چین په تیانجین کې یوې زورورې چاودني تر۱۷۰ ډیر انسانان ووژل. چارواکو بیا د پیښې تر څیړلو وروسته موندلې وه چې په دې پیښه کې خطرناک کیمیاوي مواد په ناسمه توګه ساتل کیدل.

په عین وخت کې د تیر عیسوي کال په نوامبر میاشت کې د چین په فیوجین ښار کې د کیمیاوي موادو د یوې فابریکې۵۲ کسان مسموم شوي وو. سربیره پر دې، د چین په ژانګجیاکو ښار کې د کیمیاوي موادو په یوه بله فابریکه کې چاودنې ۲۳ کارګر وژلي ول.