1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیکنګ: په روغتون کې د اور لګېدنې پرمهال ۲۹ کسان مړه سوي

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د پیکنګ ښار په یوه روغتون کې د اور لګېدنې له امله ۲۹ کسان وژل سوي او لسګونه ناروغان له دغه روغتونه ایستل سوي دي. د اورلګېدنې د لامل په اړه څېړنې دوام لري.

https://p.dw.com/p/4QHyg
China I Nach Brand im Changfeng Krankenhaus in Peking
انځور: Greg Baker/AFP

چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بیجینګ په یوه روغتون کې په اور لګېدنه کې ۲۹ کسان مړه سوي او لسګونه ناروغان یې ایستلو ته اړ کړي دي.

د فنګ تای پیکینګ ولسوالۍ مرستیال ښاروال لی ژونګ په یوه خبري کنفرانس کې د مړو سوو کسانو د شمیر په اعلانولو سره خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه. په وژل سویو کسانو کې ۲۶ یې ناروغان ول.

 دویچه ویله پښتو فیس بوک پاڼه هم درسره لایک کړئ

د بېجينګ ورځپاڼې د راپور له مخې، اور لګېدنه د سه شنبې په ورځ په ځايي وخت د ماسپښين يوولس بجې د پلازمېنې فنګ تای ولسوالۍ د چنګ فنګ په روغتون کې رامنځته سوه.

چین د چانګفینګ روغتون کې اور لګیدلی
چین د چانګفینګ روغتون کې اور لګیدلیانځور: Mark Schiefelbein/AP/picture alliance

په دغه خصوصي روغتون کې له اورلګېدنې سمدستي وروسته کارکوونکو په لسګونه ناروغان د روغتون له ودانۍ څخه وه ایستل.

د اور لګېدنې لامل څېړل کيږي

د اور لګېدنې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، له ودانۍ څخه تور لوګی پورته کیږي او ځینې خلک د رسی څخه کار اخلي داسې معلومیږي چې د توشکې پوښ څخه جوړه سوی وي.

له کړکیو څخه ځانونه غورځوي. نورو بیا د کړکیو څخه دباندي پنجرو کې پناه اخیستې وه.

اړوند مطالب:چین: د رستورانت په اورلګیدنه کي ۱۷ کسان مړه سوي دي

د پیکینګ د عامه امنیت ادارې څخه سن هیتو وویل چې چارواکو د روغتون د مشر په ګډون ۱۲ کسان د اور لګېدنې په تړاو نیولي دي.

د چین I په بیجینګ کې د چنګفینګ روغتون کې له اور وروسته
د چین I په بیجینګ کې د چنګفینګ روغتون کې له اور وروستهانځور: Greg Baker/AFP

د چین دولتي ټلویزیون (CCTV) د راپور له مخې، د تحقیقاتو لومړنۍ پایلې ښیي چې د اور لګیدنې سرچینه «د روغتون د داخل بستر څانګې او د داخلي جوړیدنې  په وخت کې برقې شارک رامینځته سوي».

دویچه ویله یوټیوب چېنل درسره سبسکرایب او شیر کړئ

د چانګ فنګ روغتون د ښار په لويديځه برخه کې پروت دی او د موټر په واسطه د تيانانمن له څلورلارې څخه ٢٥ کيلومتره واټن لري.

ژباړه :صفت الله زاهدي