1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: په اورلګېدنه کې ۳۸ کسان مړه شوي دي

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د چين په يوه کارخانه کې د اورلګېدنې له کبله ۳۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي. چارواکي د اورلګېدنې لامل د کارګرانو بې احتیاطه ويلډينګ کاري ښودلې چې پکې ېې محافظتي اصول نه دي رعایت کړي.

https://p.dw.com/p/4Jr2h
چې دغه اورلګېدنه د سې شنبې ورځې په ماسپښين، د مرکزي چين د هنان ایالت په انیانګ ښار کې په یوه کارخانه کې رامنځ ته شوې ده.
رپوټونو وايي چې دغه اورلګېدنه د سې شنبې ورځې په ماسپښين، د مرکزي چين د هنان ایالت په انیانګ ښار کې په یوه کارخانه کې رامنځ ته شوې دهانځور: CCTV/AP/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د چين د شينهوا آژانس په حواله ليکي چې دغه اورلګېدنه د سې شنبې ورځې په ماسپښين، د نومبر ۲۱مه د مرکزي چين د هنان ایالت په انیانګ ښار کې په یوه کارخانه کې رامنځ ته شوې ده.

د دولتي رسنيو په حواله، د نجات او اورلګېدنې ادارې په لومړي ځل په ځايي وخت ۴ بجې او ۲۲ دقیقې رپوټونه ترلاسه کړل چې په کايشيندا (Kaixinda) سوداګريز شرکت کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې دا د ماشین آلاتو، تعمیراتي موادو او جامو په څير توکو د عمده خرڅلاو شرکت دی.

چین: ترافیکي پیښه کې ۳۶ تنه وژل شوي دي

د چين سي سي تلويزیون وويل: «د الارم له اورېدلو سره سم د ښاروالۍ د ژغورنې او اوروژنې ادارې د پېښې ځای ته پرسونل واستاوه.» سرچېنې زیاته کړه چې اور په ځايي وخت د شپې پر ۱۱ بجو مړ کړل شو.

په یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې د اورلګېدنې له کبله تور غليظ لوګی آسمان ته پورته شوی او د پېښې په ځای کې د اطفائېې موټرونه په اوروژنه بوخت دي.

په پېښه کې د مړه شوو کسانو علاوه، دوه کسان ټپيان شوي هم دي چې روغتون ته رسول شوي او وضعیت ېې د اندېښنې وړ نه دی. چارواکو ويلي دي چې د اورلګېدنې په تړاو «تورن مجرمان» نيول شوي دي.

په چین کی د کرونا له امله مکتبونه تړل کیږي

دوی وايي په لومړنيو پلټنو کې موندل شوې چې اورلګېدنه د «برقي ويلدينګ چې کارګرانو پکې محافظتي مقررات نه دي رعایت کړي» له کبله رامنځ ته شوې ده. 

په چين کې صنعتي اورلګېدنې معمول دي چې دلايل ېې محافظتي ضعیت معیارونه او د چارواکو په منځ کې چې د دغو کارونو اجرايي مسئولیت لري د فساد موجودیت دی.