1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين خپله کلنۍ پوځي مجمع د دفاع وزير پرته ترسره کوي

۱۴۰۲ آبان ۷, یکشنبه

چين دا ځل د «سیانګشان» په نوم خپله کلنۍ پوځي مجمع د دفاع وزير لرلو پرته پیل کړه. په دغه مجمع کې د روسيې دفاع وزیر او د امریکا د پوځ د يو پلاوي په ګډون د مختلفو هېوادونو ډېر شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي ګډون لري.

https://p.dw.com/p/4YAby
چين دا ځل د «سیانګشان» په نوم خپله کلنۍ پوځي مجمع د دفاع وزير لرلو پرته پیل کړه
چين دا ځل د «سیانګشان» په نوم خپله کلنۍ پوځي مجمع د دفاع وزير لرلو پرته پیل کړهانځور: Ng Han Guan/AP Photo/picture alliance

چین نن يکشنبه (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۲۹مه) د پوځي ديپلوماسۍ درې ورځنۍ غونډه «سیانګشان» پرته د یو دفاع وزېر له درلودلو پيل کړه. د چین دولتي خبري آژانس شينهوا پر اساس، په سږنۍ مجمع یا پوځي غونډه کې یوازې د ۲۰۰۶م کال لومړنۍ غونډې پرته د بل هر کال په پرتله تر ټولو ډېر بهرني پوځي ګډونوال برخه لري چې ۲۲ د دفاع وزیران او ۱۴ ارشد بهرني پوځي قوماندانان هم په کې شامل دي.

معمولا دغه پوځي مراسم د چين دفاع وزیر له خوا هدایت کيږي او هغه په کې دنده لري چې له بهرنيو پوځي استازو سره مذاکرات مخکې يوسي. خو چین د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دفاع وزیر، لي شانګ فو، رسماً ېې له دندې لرې شو. شانګ فو چې له دوو میاشتو راپدېخوا پټ وو، پر ضد ېې د فساد پر تورونو تحقیق کیږي. اوس د وزیر پر ځای د غونډې د مخته وړلو مسئولیت د چين لوړپوړي پوځي افسران پر مخ وړي.

چین تمه لري چې له دغه فرصت څخه په استفادې، وشي کړی په مراسمو کې د ګډونوالو پام د سیاست مهمو ټکو او د جمهور رئیس شي جین پینګ مفکورو ته ورواړوي او د پراختیا په حال کې هېوادونه تر ډېره ځان پورې تړلي وښيي.

چین وايي د بل هر کال په پرتله په ښږني مراسمو کې تر ټولو ډېر بهرني پوځي ګډونوال برخه لري چې ۲۲ د دفاع وزیران او ۱۴ ارشد بهرني پوځي قوماندانان هم په کې شامل دي
چین وايي د بل هر کال په پرتله په ښږني مراسمو کې تر ټولو ډېر بهرني پوځي ګډونوال برخه لري چې ۲۲ د دفاع وزیران او ۱۴ ارشد بهرني پوځي قوماندانان هم په کې شامل ديانځور: Ng Han Guan/AP Photo/picture alliance

په پام کې ده چې روسیه د دغو مراسمو په محور کې راوستل شي. د روسيې دفاع وزیر، سرګي شیوګو، د دوشنبې ورځې مراسمو ته د لومړني ویناوال په توګه معرفي شوی دی. د امریکا متحده ایالاتودفاع وزارت، دغه مراسمو ته د ګډون له پاره یو کوچنی پلاوی استولی دی.

دوو ديپلوماتانو چې په دغو مراسمو کې ګډون لري، رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه مراسم د چين د دفاعي برخې سیاستوالو او پوځي افسرانو په څېر لوړ رتبه افرادو سره د ملاقات کولو یو نادر فرصت مهیا کوي. هغوی دغه فرصت د اعتماد د رامنځ ته کولو له پاره یو ګام بللی چې په بحراني حالاتو کې ګټور دی.

ډيری غربي هېوادونو دغو مراسمو په هکله اندېښنې ښوولي او وايي چې ښايي د هر اړخيزو بحثونو له پاره په کې ډېره پرانيستې فضا موجوده نه وي. دغو هېوادونو په همدې دليل په کې له ګډونه يا ډډه کړې او یا ېې واړه او کم اهمیته پلاوي وراستولي دي.

غربي هېوادونه بيا د دې پر ځای ترجيح ورکوي چې پر نړېوالو امنيتي مسائيلو بحثونه دې د پاسيفیک آسیا حوزې په تر ټولو مهم امنیتي کنفرانس «شانګریلا دیالوګ» کې وشي. دغه کنفرانس هر کال په سينګاپور کې جوړيږي.

د «سیانګشان» پوځي مجمع د اکتوبر له ۲۹مې تر ۳۱ په پیکنګ کې ترسره کيږي.

nk, si, mks, mns (reuters)

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل