1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له پاکستان سره اړيکې، خو ضمانت هم غواړي

۱۴۰۲ مهر ۲۸, جمعه

چين غواړي له پاکستان سره همکاري ډېره کړي، خو د چينايي شرکتونو او پرسونل له پاره ضمانت هم غواړي. دغه خبره د ولسمشر شي جين پينګ، په نقل قول د چين خارجه وزارت کړې ده.

https://p.dw.com/p/4XmVZ
د پاکستان او چين بيرغونه
د پاکستان او چين بيرغونهانځور: Yann Tang/Zoonar/picture alliance

چين د پاکستان يو مهم متحد او پانګه اچونکی هېواد دی، خو په تېرو کلونو کې هم بېلتون غوښتونکو او هم اسلام پالو نيمه پځيانو د چين پر پروژو بريدونه کړي او د چين کارګران يې وژلي دي.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د پنجشنبې په ماښام د پاکستان له موقت لومړي وزير انوارالحق کاکړ سره وليدل چې د چين د «يوه کمربند يوې لارې» پروژې فورم له پاره چين ته تللی دی.«نواز شريف اجازه لري هيواد ته ستون شي»

شي وويل چې دواړه هېوادونه کولی شي د چين پاکستان اقتصادي دهليز يوه »لا پياوړې بڼه« رامنځ ته کړي چې د صنعتي پارکونو، زراعت، کان کيندنې، نويو انرژيو او مواصلاتو په برخه کې نوې پروژې پکې پلې کېدای شي. په ورته وخت کې يې د چينايي منافعو د ساتنې او امنيت د تامينولو غوښتنه هم وکړه.پاکستان د ابابیل په نوم بالستیک توغندي آزموینه کړې

د چين خارجه وزارت د شي او کاکړ له خبرو څخه په نقل قول ويلي چې »موږ هيله لرو چې پاکستانۍ غاړه به په پاکستان کې د چينايي بنسټونو او پرسونل د امنيت ضمانت وکړي.«

کاکړ د چهارشنبې په ورځ وويل چې پاکستان د ۲۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت تر ۵۰ زياتې پروژې بشپړې کړې دي چې د پاکتسان او چین د اقتصادي دهليز پروژې په چوکاټ کې راځي. شي وويل چين حاضر دی د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د پرمخلتونکو هېوادونو علايق خوندي کړي.طالبان: پلان لرو د چين د ستري پروژې برخه وګرځو

چين همداراز له پاکستان څخه د ښو زراعتي توکو د وارداتو هرکلی وکړ. خو د پاکستان په بلوچستان آيالت کې چې ډېرې طبيعي منابع لري، بلوڅ بېلتون پالو خبرداری ورکړ چې چين د دوی خبرې ته غوږ نه نيسي چې د پاکستان له حکومت سره دې معاملې نه کوي. چين بيا په ورته وخت کې په پاکستان کې د اسلام پالو نيمه پوځيانو له خطر څخه خبرداری ورکړی دی.