1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي د چين په یو مهمه اقتصادي غونډه کې ګډون کوي

۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

طالبانو د شنبې په ورځ وويل چې د دوی د حکومت يو پلاوی به راتلونکې اوونۍ د چين په «بیلت ايند روډ فورم» کې ګډون وکړي. چين د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، اما غواړي طالبانو سره خپلې اړيکې غښتلې کړي.

https://p.dw.com/p/4XXQP
د آرشیف انځور – د ۲۰۱۹م کال د اپریل په ۲۷مه په بیجنګ کې د «بیلت ایند روډ فورم» دوهمه غونډه
د آرشیف انځور – د ۲۰۱۹م کال د اپریل په ۲۷مه په بیجنګ کې د «بیلت ایند روډ فورم» دوهمه غونډه انځور: picture-alliance/Photoshot/L. Tao

طالب چارواکو او وزیرانو تر دې مخکې هم له هېواده بهر په يو شمېر سیمیزو غونډو کې ګډون کړی، په ځانکړې توګه هغو غونډو کې چې تر ډېره ېې تمرکز پر افغانستان وي، خو د چين بیلت ايند روډ يعنې د يوه کمربند او يوې لار په نوم د پروژې فورم، یو تر ټولو مهم او معتبر څو اړخيز فورم دی چې طالبان ورته د ګډون له پاره دعوت شوي دي.

دغه فورم په بيجنګ کې د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د چین د ولسمشر، شي جین پینګ، د آرماني پروژې د لسمې کلیزې په مناسبت جوړيږي. شي په دغه پلان سره غواړي د نړېوالې سوداګرۍ د تقویې له پاره د ورېښمو لرغونې لار بېرته رامنځ ته کړي.

رويټرز خبري آژانس لیکي چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جاويد آخوندزاده ورته په یوه استولي کتبي پيغام له لارې ويلي دي چې د دغه وزارت سرپرست، حاجي نورالدین عزیز، به په راتلونکو ورځو کې بيجنګ ته سفر وکړي. هغه ويلي: «هغه به ګډون وکړي او ډېر پانګوال» به افغانستان ته «رادعوت کړي.»

په ۲۰۱۰م کال کې د کانونو یو وزير اټکل کړی وو چې افغانستان د مسو نه نيولې تر سرو زرو پورې د فلزاتو او دغه راز د ۱ او ۳ تريلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د لیتیمو کانونه لري. خو روښانه نه ده چې د دغو کانونو ارزښت نن ورځ په څه حد کې دی.

د آرشیف انځور - د چین نوی سفير د طالبانو له رئیس الوزرا محمد حسن آخوند او خارجه وزیر امیر خان متقی سره په ارګ کې
د آرشیف انځور - د چین نوی سفير د طالبانو له رئیس الوزرا محمد حسن آخوند او خارجه وزیر امیر خان متقی سره په ارګ کېانځور: Taliban Prime Minister Media Office

چین له طالبانو سره د افغانستان په شرق کې د مسو کان پر هغه پلان خبرو ته ادامه ورکوي چې د افغانستان مخکيني حکومت سره ېې پيل کړی وو. د چين د بهرنيو چارو وزارت په سملاسي توګه په دې ارتباط څه نه دي ويلي.

آخوندزاده وويل چې حاجی نورالدین عزیز به په بجینګ کې د افغانستان په شمال ختیځه غرنيزه سیمه کې د واخان دهلیز له لارې د یو سړک پر رغولو هم بحثونو ته ادامه ورکړي تر څو د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم ارتباط رامنځ ته شي.

د طالبانو، چين او پاکستان چارواکو په می میاشت کې ويلي چې دوی غواړي د چین په بیلت ایند روډ يا يو کمربند او يوه لاره پروژه کې یو سړک په افغانستان کې هم شامل وي.

د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو د طالبانو حکومت تر اوسه هم هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی، خو چین د دې سربېره طالبانو سره خپلو تعاملاتو ته وده ورکړې ده. په دې لړ کې د چين سفير تېره مياشت په کابل کې د طالبانو رئيس الوزرا ته خپل اعتماد لیک وړاندې کړ.

(Reuters)mks/mns