1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او شي د چین او روسیې د اړیکو د «ژوروالي» ستاینه وکړه

۱۴۰۲ مهر ۲۶, چهارشنبه

د چین رهبر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر د «یوه کمربند او یوې لارې» ابتکار په عمومي غونډه کې د چین او روسیې ترمنځ د «نږدې او اغیزمنې ستراتیژیکې همغږۍ» ستاینه وکړه.

https://p.dw.com/p/4XhID
China Peking | Gipfeltreffen Seidenstraße | Putin und Xi
د چین رهبر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه کمربند او یوې لارې د غونډې په څنډه کې سره ولیدلانځور: Sergey Savostyanov/Sputnik/AP/picture alliance

د چیند دولتي رسنیو په حواله د دغه هیواد ولسمشر له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې د دوه اړخیز سیاسي اعتماد ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ مناسبات په دوامداره توګه لا زیات ژور او نږدې کیږي.

د «یوه کمربند او یوې لارې» ابتکار په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه پيکینګ ته د پوتین سفر، د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته یو ځواکمن هیواد ته دا د پوتین لومړی سفر دی.

دا سفر په داسې یو وخت کې کيږي چې چین او روسیه کوښښ کوي د هغه څه په هکله همکاري وکړي چې نړیوال بدیل نظم یې بولي.

د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په دې غونډه کې وینا وکړه او د چین د «یوه کمربند او یوې لارې» ابتکار ستاینه یې وکړه. پوتین وویل چې دغه پروژه په غیر منتظره ډول «د بریالیتوب یو داستان» دی.

پوتین په خپله وینا کې وویل: «روسیه او چین د نړۍ د نورو ډېرو هیوادونو په څیر، د دوه اړخیز او مساویانه ګټو پر بنسټ ګډې همکارۍ ته لیوالتیا لري، څو په نړیواله کچه اوږدمهال او پایداره ټولنیزې هوساینې او اقتصادي پرمختګ ته لاس رسي پيدا شي، په داسې حال کې چې د تمدنونو تنوع او د هر هیواد د توسعې او پراختیا ماډل درلودلو خپل حق ته درناوی کوي.»

China | Seidenstraßengipfel
په دې غونډه کې د ۱۳۰ هیوادونو مشران او استازي ګډون لريانځور: Suo Takekuma/REUTERS

د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا، د رپوټ پر بنسټ شي د چین او روسیې ګډې هڅې «له نړیوال عدالت څخه حفاظت» وباله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د نږدې او اغیزمنې ستراتیژیکې همکارۍ ستاینه یي وکړه.

د «یوه کمربند او یوې لارې» ابتکار

د «یوه کمربند او یوې لارې» ابتکار د چین د ولسمشر شي جین پینګ د بهرني سیاست یو له مهمو پایو څخه دی چې هڅه کوي د زیربنایي پروژو په جوړولو سره عمدتاً د پراختیا په حال کې هیوادونو ترمنځ یو ائتلاف رامنځته کړي. پر دې پروژې انتقادونه هم کیږي چې یو شمیر بې وزله هیوادونه د پورونو تر بار یا بوج لاندې راولي.

شي مخکې تر دې په دغه غونډه کې نړیوالو مېلمنو ته وویل چې چین «اقتصادي جبر» او د «بلاکونو تقابل» ردوي. اقتصادي جبر یو داسې وضعیت ته ویل کیږي چې له اقتصادي ابزارو څخه سیاسي اهدافو ته د رسیدو له پاره استفاده وشي.

د چین ولسمشر زیاته کړه چې پيکینګ «په ایډیالوجیکي تقابل، جیوپولیټیکي لوبو او د بلاکونو په مخامخ کیدنه» کې نه شاملیږي.

نوموړي د ګډون کوونکو په مخاطب کولو سره وویل «موږ د یو اړخیزو بندیزونو، اقتصادي جبر، انزوا او جلا کولو مخالف یو.»

د چین او روسیې مناسبات

د دواړو هیوادونو مشران یو بل ته د «ګران ملګری» خطاب کوي. د رسنیو د رپوټونو په حواله شي او پوتین په تیرو لسو کلونو کې ۴۲ ملاقاتونه کړي دي.

چین د روسیې تر ټولو ستر تجارتي شریک دی او د چین د ګمرک د معلوماتو په اساس تیر کال د دواړو هیوادونو ترمنځ دتجارتي معاملاتو حجم ۱۹۰ میلیارده ډالرو ته رسیده.

چین پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندلو څخه ډډه کړې ده چې له کبله یې د ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو له انتقاد سره مخامخ شوی دی. شنونکي په دې باور دي چې پوتین له چین سره د مناسباتو د لا زیات ښه کولو په هڅه کې دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز