1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

په کاليفورنيا کې اور لګېدنه؛ په زرونو کسان بې ځایه شوي

۱۴۰۳ تیر ۱۴, پنجشنبه

د اور وژنې عمله د امريکا په کاليفورنيا کې د ځنګلونو پر يوه پراخه ساحه د لګيدلي اور د خاموشه کولو هڅه کوي. بل لوري ته کارپوهانو د اور لګېدو د نورو پېښو په اړه خبرداری ورکړی دی ځکه چې کاليفورنيا له وچکالۍ سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/4hs9R
په کاليفورنيا کې د ځنگل د اور وژنې لپاره له څرخي الوتکو څخه هم کار اخيستل کيږي
په کاليفورنيا کې د ځنگل اورونو زيات زيان اړولی دیانځور: Carlos Barria/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د کاليفورنيا ایالت په شمالي ځنګلونو کې لګېدلی اور له کنتروله وتلی دی چې له کبله یې تر ۲۵  زرو ډېرو کسانو ته د خپلو کورونو څخه د وتلو امر شوی دی.

ایالتي مرکز سيکرامنتو ته څېرمه د اورول سيمې په شا او خوا کې د سې شنبې په ورځ اور ولګېد چې ۱۲۰۰ هکتاره ځنګلي ساحه یې اغیزمنه کړه.

د کاليفورنيا د ځنګلونو او اور څخه د ساتنې ادارې په حواله دمګړی په څو ځایونو کې اورونه بل دي.

د اطفایې ادارې مشر ګيريت پولند، خبريالانو ته وويل: «که له دوو تېرو کلونو سره یې مقایسه کړو نو په سږني دوبي کې زموږ وضعيت ډېر مختلف دی.»

نوموړي زياته کړه: «اور د ځنګلونو په هغو برخو کې لګيدلی دی، چې ونۍ او وچ بوټو پکې ډېر زيات دي او د تېزو بادونو له کبله په ډېره چکۍ سره اور خپريدو اندېښنه موجوده ده.»

د اطفايي عمله په دې توانيدله ده چې تر مازديګره پورې د اورول په ځينو سيمو کې اور خاموش کړي، خو په شمال کې د کوچنيو ونو او وښو په رېبلو سر هڅه کوي د اور د لا پسې پراخېدو مخه ونيسي.

په کليفورنيا کې د ګرمۍ «تاريخي او اوږده» څپه

د چاپيريال ساتنې د برخې کارپوهان وايي چې د امريکا لویدیځ ساحل له څو لسیزو راهېسې د وچکالۍ له يوې دوامداره څپې سره مخامخ دی چې قسماً د انسانانو په لاس د رامنځته شويو چاپيريالي بدلونو پايله ده.

د کليفورنيا ایالت له تېرو شلو کلونو راهېسې د وچکالۍ سره لاس او ګريوان دی.

د کاليفورنيا په ځنگلونو کې د اورلگېدنې يو لوی لامل وچکالي بلله کيږي.
د کاليفورنيا ایالت له تېرو شلو کلونو راهېسې د وچکالۍ سره لاس او ګريوان دی.انځور: Noah Berger/AP Photo/picture alliance

د وچکالۍ له درکه په کليفورنيا کې تېر دوه کلونه نسبتاً ښه ول، خو روان کال يعني په ۲۰۲۴م کال کې موسم ډېر ګرم دی او اورښتونه هم لږ دي چې له کبله یې د ځنګلونو د اور له پاره لا ډېر سون توکي پيدا کيږي، ځکه بوټي وچيږي او له منځه ځي.

د امريکا د هوا پيژندنې ملي خدماتو په ټولنیزو رسنيو کې ليکلي: «يو غير عادي او خطرناک وضعيت حاکم دی ځکه موږ احتمالاً د ګرمۍ زيان رسوونکې، تاريخي او اوږدې څپې ته د داخليدو په حال کې يو.»

دې ادارې وړاندوېنه کړې ده چې  په راتلونکو څو ورځو کې به په ځينې سيمو کې تودوخه تر ۴۶ سانتي ګراد درجو پورې ورسېږي.

ب. ص/ ن. ز (AP, afp)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب