1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د مرگ دره؛ گرمي ۵۴،۴ درجې ريکارد شوې

۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د کاليفورنيا د «مرگ دره» يوه ډېره گرمه سيمه ده. اوس هلته د ۵۴،۴ سانتې گراد تودوخه ريکارد شوې چې په نړۍ کې ساری نه لري.

https://p.dw.com/p/3h7Pm
Kalifornien Death Valley National Park
انځور: picture-alliance/dpa/C. Melzer

په کاليفورنيا کې دمگړۍ هوا پيژندونکي او د اقليم څيړونکي پر دوو کرښو متمرکزه دي. له يوه اړخه د امريکا سويل لويديځ اوس د گرمۍ له يوې سختې څپې سره مخامخ دی. له بله اړخه د دغه ایالت د «د مرگ دره» په نامه سيمه کې د تودوخې دومره لوړه درجه ثبت شوې چې اوس بايد و ارزوله شي. ۱۳۰ فارن هايت درجې چې ۵۴،۴ سانتي گراد کیږي، په دغه دره کې ريکارد شوې ده.

د هوا پيژندني د ملي ادارې په حواله د تودوخې دغه درجه د تیرې يکشنبې په ورځ د سيالانيانو په مرکز « فرنس کریک» نومې سيمه کې ثبت شوې ده. د هوا پيژندنې نړيواله اداره به اوس په دې ارزونې ترسره کوي چې آيا دغه اندازه گيري سمه ده او که نه. يادې ادارې د تويتر له لارې ويلي: «دا له ۱۹۱۳م کال راهيسې پر ځمکه رسمي اندازه شوې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ده.»

د پخوانيو اندازه گيريو په اړه شکونه

هغه وخت هم د تودوخې دغه لوړه درجه د مرگ په دره کې ثبت شوې وه. ۱۰۷ کاله پخوا ترماميتر د تودوخې درجه ۵۶،۷ سانتي گراد ښوولې وه. خو د هوا پيژندنې د تاريخ پوه کرستوفر بورت د ۲۰۱۶م کال پلټنې دې پايلې ته رسيدلې وې چې د هوا پيژندنې له لحاظه دغه اندازه «امکان نه لري.»

USA Furnace Creek Visitor Centre in Death Valley
د فورنس کريک د سيالانيانو په مرکز کې د تودوخې دغه درجه اندازه شوېانځور: picture-alliance/Global Warming Images/A. Cooper

د بورت په حواله د تونس په کيبیلي سيمه کې د تودوخې د ثبت شوې دويمې لوړې درجې چې ۵۵ سانتې گراد ده، په اړه هم اختلاف شته. خو برعکس هغه درجه چې د کويت په مطربه سيمه کې د ۲۰۱۶م کال په جولای کې ثبت شوې وه، د اعتبار وړ ده.  دا په دې معنا ده چې کیدای شي د گرمۍ دغه ريکارد مات شوی وي.

دا چې د مرگ په دره کې تودوخه دومره زياتيږي دوه علتونه لري. يو دليل یې دا دی چې دره د سمندر د سطحې څخه ۸۶ متره ټيټه پرته ده. پر دې سربیره د دې درې تنگوالی هم پکې نقش لري ځکه چار چاپيره ولاړ مخ پورته غرونه خپله گرمي په دره کې منعکسوي. روښانه او وچه هوا او همدا راز د ونو او بوټو کمښت هم د دې باعث کيږي چې ځمکه د لمر وړانگې ډېرې جذبې کړي.

bs/nz (afp,dpa)

زموږ له آرشيف څخه: