1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاليفورنيا کې اورونو۱۰۰ زره کسان تيښتې ته مبجور کړي

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

د لاس اينجلس په جنوب ختیځ کې ډېر په چټکۍ سره د خپريدونکي ځنګله اور د سيمې اوسيدونکي حيران کړي دي. په کاليفورنيا کې په څو ساعتو کې د اور لمبو ۲۹ مربع کيلومتره ساحه ويجاړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3kVPz
USA | Silverado-Feuer nahe Irvine | Waldbrände in Kalifornien
انځور: Jae C. Hong/AP Photo/picture-alliance

د اور وژني د سيمه ايزې ادارې د معلوماتو په حواله د «سلورادو اور» په نوم ياديدونکی دغه اور لومړی د کاليفورنيا په اورنج کاونتي سيمې پورې په تړلي ښار ارواين کې لګيدلی وو. دغه ښار کابو ۲۸۰ زره نفوس لري.

تېز بادونه او د ځنګلونو وچوالی د اور په چټکۍ سره د خپريدو باعث شوی. تر ۱۰۰ زرو زيات انسانان مجبور شول خپل کورونه پريږدي. ارواین د لاس اينجلس په جنوب ختیځ کې په کابو ۶۰ کيلومترۍ کې پروت دی.

سږ کال کاليفورنيا ایالت د سختو اورونو سره لاس او ګريوان دی. د امريکا په دې ایالت کې چې تر ټولو زيات نفوس لري تر اوسه تر۸۰۰۰ زياتو سيمو کې اورونه لګيدلي دي. په ټوله کې تر ۱۶۰۰۰ مربع کيلومتره زيات ځنګل او نوره د استفادې وړ ساحه ويجاړه شوې ده. تر اوسه دې اورونو د ۳۱ انسانانو ژوند اخيستی دی.

د اور وژني ادارې د معلوماتو په حواله دمګړۍ د دغه ادارې تر ۴۰۰۰ زيات کارکوونکي په ۲۲ ځايویو کې د اورونو په خاموشه کولو بوخت دي. په دې سيمو کې چې کابو ۳۴ میليونه انسانان پکې ژوند کوي، د اور د لوړې سرې د درجې خبرداری ورکړل شوی دی.

ساينس پوهان د امريکا په ختیځ کې د ځنګلونو د دې اورونو له پاره چې کال په کال پراخيږي، د اقليم بحران مسئول بولي. د هغوی په خبره د ځمکې توديدل او د ځنګلونو وچوالی په دې وروستیو کلونو کې د اور د خپریدو لامل شوي دي.