1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کليفورنيا کې د کال تر ټولو ناوړه اورلګېدنه

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

په کاليفورنيا کې لګېدلی اور د دغه ایالت وچو ساحو ته رسېدلی دی او تر اوسه نه دی خاموش کړل شوی. داسې انګېرل کيږي چې تند بادونه او طوفان به د اور لمبو لمن ووهي.

https://p.dw.com/p/4Ey22
USA Kalifornien Waldbrände
انځور: Noah Berger/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو کليفورنيا ایالت د روان میلادي کال تر ټولو ناوړه او سخته اور لګېدنه تجربه کړې ده. په داسې حال کې چې د اور د خاموشه کولو هڅې کيږي په زرونو کسان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د مک کيني د ځنګله اور د کليفورنيا ایالت وچو ساحو ته پراخ شوی او داسې انګيرل کيږي چې تند بادونو او توپان به د اور پر وړاندې مبارزه نوره هم ستونزمنه کړي.

په کليفورنيا کې تر دې مخکې هم په روان دوبي کې څو وارې اورونه لګيدلي ول. د اوک فاير په نوم اور چې د جولای میاشتې په نيمایي کې لګيدلی وو، په روان کال کې تر اوسه تر ټولو ستره اورلګېدنه وه.

د يکشنبې د ورځې د حوادثو د رپوټ په حواله په سسکيو کاونتي کې لګېدلی دا تازه اور تر دوو ورځو وروسته تقریباً ۲۰۷ مربع کيلومتره ساحه اغیزمنه کړې ده. د دې اورلګېدنې علت تر اوسه معلوم نه دی.

د کليفورنيا د ۹۶ په نامه لويه لاره چې تړل شوې د ونو اور روښانه کړې وه او لوږي ټوله سيمه پوښلې وه. د سسکيو کاونتي د پوليسو مشر د فيسبوک له لارې ويلي چې اور لږ هم نه دی کنترول شوی.

اور له کنتروله د وتلو په حال کې دی

د امريکا متحده ایالات د ځنګلونو ادارې وياندې ادرېنه فريمن وويل چې د مک کيني اور په شمالي کليفورنيا کې له کنتروله د وتلو په حال کې دی. فريمن زياته کړې چې تندو بادونو او توپان وضعيت نور هم خراب کړی دی.

د کليفورنيا ګورنر ګاون نيوسوم د شنبې په ورځ بيړنی حالت اعلان کړ او ویې ويل چې د جمعې په ورځ لګيدلي اور «کورونه ويجاړ کړي او حساسې زيربناوې ګواښي.»

د بيړنيو خدماتو «او اي اس» ادارې د کليفورنيا د دفتر په حواله تر دوو زرو ډېرو اوسيدونکو ته د تخلیې لارښوونه شوې وه، چې زياتره یې د سسکيو کاونتي اوسیدونکي ول.

د چارواکو په حواله د کليفورنيا ۹۶ لويه لاره او د مک کيني کريد لاره چې د کلامات سيند په جنوب ختیځ کې غځيدلې دي، تړل شوي. له نزدې پراته ايالت اوريګون څه هم اور خاموشه کوونکې عمله سيمې ته د مرستې په موخه استول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د کلامات ملي ځنګل کې هم اور لګيدلی دی.

يو بل نسبتاً کوچنی اور د سه شنبې به ورځ په لويديځ کې هم لګيدلی دی چې علت یې تنا او بريښنا وه. د چارواکو په حواله د مک کيني ځنګله په جنوب لوېديځ کې لګيدلی اور هم د دې باعث شوی چې کابو ۵۰۰ کسان له خپلو کورونو ووځي.

په مونتانا او اداهو ایالتونو کې هم د اورلګېدنې د پېښو څخه خبر ورکړل شوی دی.

د کليفورنيا ایالت چې له سختې وچکالۍ سره مخ دی، اوس هم د اورلګېدنې د فصل څو مياشتې لا په مخکې لري. په دې وروستيو کلونو کې د متحده ایالاتو لويدیځ او د کليفورنيا ایالت اورونو سخت ځپلی دی.

په اروپا کې ورته وضعيت

ساينس پوهان وايي چې د اقليم بدلون په تېرو ۳۰ کلونو کې تودوخه لوړه کړې او راتلونکي کې ښايي دا ډول طبيعي پېښې نورې هم ډېرې شي.

اروپا هم دمګړۍ د ګرمۍ له سختې څپې سره مخ ده او د پرتګال په لزبون کې ځنګلونو اور هم اخيستی دی. په فرانسه کې تقريباً ۳۵۰ هکتاره ځنګل سوځیدلی دی.

د آلمان او چيک جمهوریت پر سرحد هم له يوې اونۍ راهيسې اور لګيدلی وو چې اوس خاموشه کړل شوی دی خو چارواکو تر اوسه د خطر د له منځه تللو خبره نه ده کړې.

په پام کې ده چې د آلمان د دفاع وزيره کرستين لامبريشت او د ساکسن ايالت لومړی وزير ميشل کريچمر به د دوشنبې په ورځ په ختيځ کې پرتې له دغه سيمې څخه لیدنه وکړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه: