1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په پاکستان کې ځانمرګي بريد ۹ عسکر وژلي

۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعه

د چارواکو په حواله په پاکستان کې د يوه ځانمرګي بريد په پایله کې نهه تنه عسکر وژل شوي دي. پېښه د خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کې رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4VpQk
په پاکستان  کې په دې وروستيو کې بريدونو زور اخیستی دی
په پاکستان کې په دې وروستيو کې بريدونو زور اخیستی دیانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

دوه کاله تر مخه په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهېسې په پاکستان کې زور زياتی او د وسله والو بريدونه ډېر شوي دي. د ترهګرۍ دا ډول پېښې زياتره په سرحدي سيمو کې رامنځته کيږي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په حواله دا تازه بريد د پنجشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا ایالت د بنو په جاني خيل سيمه کې شوی دی. په دې ترڅ کې يوه ځانمرګي بريدګر خپل موټر سایکل د يوه پوځي کتار سره تکر کړی دی. د چارواکو په حواله دې يوه ستره چاودنه رامنځته کړه چې په پايله کې یې نهه پوځيان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکي څانګې (آې اس پي آر) له خوا ويل شوي چې په بريد کې پنځه تنه ټپيان شوي دي او په وژل شويو کې د صنوبر علي په نوم يو افسر هم شامل دی. د اسوشېتد پريس خبري آژانس بيا د ټپیانو شمیر شل کسان ښوولی دی.

پوځ په خپله اعلامیه کې ويلي دي چې سيمه کلابنده شوې ده او هلته د موجودو ترهګرو د له منځته وړولو له پاره عمليات پر لاره اچول شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې زياته کړې: «د پاکستان امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ د لعنت ختمولو ته ژمن دي او زموږ د زړورو پوځيانو دا ډول سرښندنه زموږ هوډ لا پسې پياوړی کوي.»

د خيبر پښتونخوا يوه ایالتي وزير فيروز جمال شاه، د فرانیسې خبري آژانس ته وويل: «ځانمرګی بريدګر پر موټر سايکل سپور وو او خپل موټر سايکل یې د پوځيانو له يوې سترې لارۍ سره ټکر کړی دی.»

آرشيف انځور: په لاهور کې بريد
آرشيف انځور: په لاهور کې بريدانځور: Getty Images/A.Ali

د پاکستان چارسمبالي صدراعظم انوار الحق کاکړ، د قربانيانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ويل چې په بنو کې د باتورو پوځيانو پر وژل کیدو ډېر خواشينی دی.

د پاکستان د پوځ په حواله د اګست میاشتې پر ۲۲مه نیټه د جنوبي وزيرستان په اسمان منزه سيمه کې له ترهګرو سره په نښته کې هم لږ تر لږه شپږ پوځيان وژل شوي ول.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې هغه وخت ويلي ول چې په دې نښته کې لږ تر لږه څلور ترهګر هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په ترهګریزو بريدنو کې ډېروالی

له پاکستان سره پر پوله پرته سيمه له اوږدې مودې راهېسې د وسله والو د فعاليتونو مرکز دی. په دغو سيمو کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ډله وخت په وخت بريدونه ترسره کوي او تر بريدونو وروسته په تېښته هم بريالۍ کیږي.

د تحريک طالبان پاکستان دا منع کړل شوې ډله په دې سيمه کې يو ستر خطر دی. په اسلام آباد کې حکومت وايي چې د دې ډلې غړي په افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري.

په دې وروستيو مياشتو کې دې ډلې د پوليسو په ګډون د امنيتي ځواکونو پر ضد هم خپل فعاليتونه کړندي کړي دي.

په جنوري میاشت کې د ټي ټي پي سره تړاو لرونکي يوه ځانمرګي بريدګر د پېښور په پوليس لاينز يا پوليسو په مرکز کې په پراته جومات کې بريد وکړ چې په پايله کې یې تر ۸۰ ډېر پوليس ووژل شول.

اسلامي دولت ډله يا داعش هم په سيمه کې فعال دی چې تیره مياشت یې د يوه مذهبي ګوند په غونډه کې د ځانمرګي برید پړه منلې وه. په دې بريد کې د ۲۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب