1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي له فعاليتونو اندېښمن دی

۱۴۰۲ تیر ۲۴, شنبه

د پاکستان د پوځ مشر د جمعې په ورځ افغان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د دوی د ځواکونو له خوا به د هغو وسله والو د پټنځایونو د مخنیوي په برخه کې چې له پولې ها خوا بریدونه پلانوي، "موثر ځواب" ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/4TwY7
د پاکستان د پوځ مشر
د پاکستان د پوځ مشرانځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance

د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې په روانه اونۍ کې د پاکستان په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی، په  دوو وسله والو بریدونو کې ۱۲ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

«افغان طالبانو د تحریک طالبانو د ډلي د "شنډولو" بهیر پیل کړی»

منیر د جمعې په ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یوې پوځي غونډې په ترڅ کې وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ.

خو په ورته وخت کې بیا د چهارشنبه په ورځ د بریدونو په ترڅ کې اوه بریدګر د ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شول.

تحريک طالبان پاکستان کومه چې يوه جلا ډله ده، د افغان طالبانو سره اړيکې لري. د دې ترڅنگ په بلوچستان ايالت کې د اسلامي دولت داعش ډله هم فعاليت لري.طالبانو او پاکستان د سوداګرۍ او امنیتي همکاریو پر پراختيا توافق وکړ

خو د دې هرڅه ترڅنګ د تحریک جهاد پاکستان یوې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې بیا د چهارشنبې د ورځې د یوه برید مسوولیت منلی دی.

په ژوب کې تر سره شوي دغه بريد کې نهه عسکر وژل شوي وو. خو د دويم بريد مسؤليت چې په سويي کې ترسره شو، تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستې.

په کابل کې د طالبانو په مشرۍ ادارې لا تر اوسه د پاکستاني جنرال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د دفاع وزیر او د استخباراتو رئیس کابل ته سفر کړی

د منیر له قوله ویل شوي چې د پاکستان وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د "خوندي پټنځایونو " په اړه جدي اندېښمن دي.

د پاکستان د پوځ مشر زیاته کړې چې تمه لري چې افغان طالبان به د واشنګټن سره د ۲۰۲۰ شوي موافقې پر بنسټ په خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان له خاورې څخه دي د ترهګري بریدونو مخه ونیسي.

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

هغه وویل، که دوی په دې کار کې پاتې راشي، نو دا "د نه زغملو وړ بریدونه به اغیزمن ځواب ولري."

د پاکستاني طالبانو او داعش وسله والو تر څنګ ځايي بلوڅ بېلتون غوښتونکي هم په ګازو بډایه بلوچستان کې په پراخه کچه حضور لري. دا ايالت له دوو لسیزو راهیسې د ټيټې کچې قومي پاڅونونو ډګر هم و.

پاکستاني طالبان له حکومت سره د سولې د خبرو په موخه اوربند غځوي

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ترڅنګ، پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په صوبه بلوچستان کې په پاکستاني پوځیانو او پولیسو د ډیری بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان تحریک طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د افغان طالبانو د واک له ترلاسه کولو سره سم لا پسې پیاوړې شوې دي. دا ځکه چې د امریکا او ناټو ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له دغه هیواد څخه د وتلو په وروستي پړاو کې وو.