1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو ۷ پاکستاني عسکر وژلي

۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبه

پاکستاني طالبانو د افغانستان سرحد ته نژدې په يوه خونړي برید کې ۷ پاکستاني عسکر وژلي دي. پاکستاني طالبان یا تحریک طالبان پاکستان تر دې مخکې هم پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/40MWI
Pakistan Taliban-Überfall auf Schule in Peshawar 16.12.2014
پاکستاني پوځیان - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad

د آلمان خبري آژانس له اسلام آباده څخه لیکي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دغه برید مسئولیت منلی دی. دغه بريد چې په سویلي وزیرستان کې شوی، څلور نور عسکر پکې ټپيان شوي هم دي.

د پاکستان د ملی امنيت سلاکار، موعد یوسف، په اسلام آباد کې په یوه لنډه وینا کې د دغه برید پخلی وکړ، خو په اړه يې ډير جزئیات ور نه کړل.

د پاکستاني طالبانو د سلونو جنګياليو او د دغې ډلې د پخوانی مرستيال، مولوي فقیر محمد، چې د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته له بنده آزاد شو، په اړه يې ويل کيږي چې د القاعده شبکې له مشر ایمن الظواهري سره نژدې اړيکي لري.

یوسف په خپلو خبرو کې وويل چې د پاکستاني طالبانو په اړه بحث کې، د طالبانو حکومت ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان ضد بریدونو له پاره نه کارول کيږي.

د آلمان خبري آژانس زیاتوي چې پاکستاني طالبانو یوازې په اګست مياشت کې د افغانستان پولې ته نژدې پر پاکستاني پولیسو او پوځيانو ۳۲ بریدونه ترسره کړي دي. دغه آژانس دغه شمیر حملې د هغو بمي چاودنو او وسله والو نښتو له مخې کوي چې پاکستاني طالبانو يې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.