1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په بلوچستان کې د پوځ پر دوو اډو بریدونه شوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ په بلوچستان ایالت کې پر دوو پوځي اډو بریدونه پر شا تمبولي دي. زیاته شوې ده چې په دغو بریدونو کې ۴ عسکر او ۱۵ یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/46Rwf
Pakistan Angriff auf das Hauptquartier des Grenzkorps in Quetta
آرشیف انځورانځور: DW/Abdul Ghani Kakar

د تیرې شپې برید په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې په پام کې ده د پاکستان لومړی وزیر عمران خان، د اولمپيک ژمنیو سیالیو پرانیستغونډه کې د ګډون له پاره پيکینګ ته ولاړ شي. هغه به د چین له ولسمشر شي جین پينګ او نورو مشرانو سره ملاقاتونه هم ولري.

شیخ رشید په یوه ویډیويي بیانیه کې ویلي دي چې «زموږ وسله والو ځواکونو ستره حمله پر شا تمبولې ده.»

د نوموړي په خبره په دغه برید کې څلور عسکر او ۱۵ یاغیان وژل شوي دي او نور څلور یا پنځه یاغیان محاصره شوي دي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې یاغیانو د دوی خبریال ته یوه بیانه استولې چې پکې ادعا شوې چې د دوی ځانمرګي برید کوونکو د پوځې اډې په دخلي دروازه کې په چاودیدونکو توکو ډکو موټرو ته چاودنه ورکړې چې پکې تر ۵۰ زیات عسکر وژل شوي.

تیره اوونۍ د ګوادر بندر څیرمه پر یوه پوسته باندې د یاغیانو په برید کې لس عکسر وژل شوي وو. دغه برید په تیرو څو کلونو کې په بلوچستان ایالت کې د بلواګرۍ د څپې په ترڅ کې پوځ ته درنه مرګ ژوبله انګیرل کیږي.

د بلوڅانو چریکان د حکومت پر ضد له لسیزو راهیسې د بیلتون له پاره وسله واله جګړه کوي او وایي چې د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان ایالت ګاز او نورو طبیعي زیرمې په غیرمنصفانه ډول اخراجوي.

د رویټرز د رپوټ له مخې یاغیان زیاتره مهال په دغه ایالت کې د ګاز پروژې، همداشان نورې زیربناوې او امنیتي پوستې په نخښه کوي، خو د پاکستان په نورو برخو کې یې هم په بریدونو لاس پورې کړی دی.

چین په بلوچستان ایالت کې په عرب سمندرګي کې د ګوادر بندر په جوړولو او په دغه سیمه کې په نورو پروژو کې ښکیل دی چې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز لارې پروژه کې شامل دي چې لګښت یې ۶۰ میلیارده ډالر دي.

چین له پاکستان سره امنیتي اندیښنې راپورته کوي، په ځانګړې توګه په تیر میلادي کال کې د پاکستان په شمال کې د شوي برید وروسته چې پکې لس چینایان ووژل شول او ۲۶ نور ټپیان شوي ول.

پاکستان دغو چینایي اتباعو کورنیو ته د جبران په توګه د ۱۱،۶ میلیونو ډالرو ورکول منلي وو.

د پاکستان د اقتصاد وزیر شوکت ترین ویلي دي چې عمران خان او ټیم به یې د پيکینګ د سفر په ترڅ کې د اقتصادي فرصتونه لټه وکړي.