1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ پر افغانانو د فشار ډېروالی؛د واده په ورځ د زوم نیول

۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

د پاکستان په بېلا بیلو ښارونو کي د افغان کډوالو نیول روان دي. یوازي په دې وروستۍ میاشت کي په کراچي ښار کي ۷۰۰ کډوال نیول سوي دي. کډوال شکایت کوي، چي قانوني اسناد لري، خو بیا هم نیول کېږي.

https://p.dw.com/p/4Wxz8
Flüchtingscamp Karachi - Pakistan
انځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د وحیدې د واده مراسمو ته غوايی حلال سوی او د وریجو ګونۍ رانیول سوي وې، خو د واده مراسم ځکه وځنډول سول، چي پاکستانیو پولیسو د واده په ورځ زوم ونیوی، دی یو له هغو سلهاوو افغانانو څخه دی، چي په پاکستان کي نیول سوي دي.

شل کلنه وحیده اوس د خسر په کور کي، چي د کراچي ښار په افغان پنډغالي کي دی اوسي، خو له بده مرغه مېړه يې، چي یو ثبت سوی کډوال دی، بیاهم له دې سره نه سته.

د زوم مور صفر ګله وايي: «موږ ناهیلي یوو، پولیسو زما زوی نیولی دی. موږ هیڅ نه سو کولای، هغوی زورور دي.»

د زلیخا په نامه د دوی یوه نژدې دوسته وايي، د پاکستان پولیسو ۲۲ کلن فیض الرحمان «یوازي د افغانیت په خاطر» نیولی دی.

پاکستان کې افغان کډوال: د کورونو نه موندلو مو ژوند تریخ کړی

په افغانستان کي لسیزو اوږدو جګړو په میلونونو افغانان اړ کړي دي چيپاکستانته کډوال سي، د دوی ډېر يې په پنډغالو کي اوسي چي زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته ډېر لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو له مخي نژدې ۱،۳ میليونه ثبت سوي کډوال او ۸۸۰ زره نور کډوال په دغه هیواد کي ژوند کوي.

پاکستاني پولیس او سیاسیون وايي چې یوازي هغه کډوال نیسي او شړي يې، چي په دغه هیواد کي د اوسیدو قانوني سندونه ونه لري او په خبره يې د نیولو علت يې د جرمو زیاتوالی او د کډوالو کمزوری مدیریت دی.

د پولیسو د رسمي شمېرو له مخی یوازي په کراچي کي د سپټمبر میاشتي له لومړیو څخه وروسته نژدې ۷۰۰ افغان کډوال نیول سوي دي چي د اګسټ میاشتي تر نیول سویو کډوالو لس واري ډېر دي. په سلهاوو نور کسان د پاکستان په نورو ښارونو کي هم نیول سوي دي.

په پاکستان کي افغانان وايي چې بیله توپيره نیول کیږي. هغوی پولیس تورنوي، چي رشوت ورڅخه اخلي او د اوسیدو قانوني سندونو ته يې هیڅ ارزښت نه ورکوي.

دوی دې خبرې ته په اشارې سره وايي، چي په پاکستان کي حاکم ناوړه اقتصادي شرایط او د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا افغان ضد احساسات پیاوړي کړي دي.

حبیب الرحمان په ۱۹۸۰م کال کي هغه وخت، چي روسانو پر افغانستان یرغل کړی و، پاکستان ته کډه سوی دی، اوس د افغان کډوالو په پنډغالي کي د افغانستان د کډوالو چارو وزارت استازی دی، نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي: «موږ شپه او ورځ هڅه کوو، چي نیول سوي افغانان را خلاص کړو. ډېر کلونه کیږي چي دغسي بدچلند له افغانانو سره روان دی، خو دا واري حالت بدتر دی. »

په افغانستان کي د طالبانوله دوهم وار واکمنۍ څخه وروسته ۶۰۰ زره نور افغانان پاکستان ته ور مهاجر سوي دي.  

نقیب الله د افغان کډوالو د پنډغالي په یو ساده کور کي اوسي، نوموړی وايي، ده او پلار يې له دې سره چي قانوني سندونه درلودل، پولیسو ته تر نیولو وروسته ۴۶زره کلداري رشوت ورکړی، ترڅو بندیان يې نه کړي.

دی وايي، له دې وروسته هم ورته لارښوونه سوې ده چي که غواړې، بیا ونه نیول سي باید د خلکو پاملرنه ځان ته وانه ړوي او له پنډغالي دباندي، چي کوم دوکان لري ور نه سي.

نقیب الله زیاتوي: «له کار څخه لاس اخیستل ساده کار نه دی، خو دومره بېرېږم، چي مارکېټ ته د تللو زړه نه سم کولای. زه بېله دې، چي په کور کي پاته سم بله چاره نه لرم.»

پاکستانۍ مدافع وکیله منیژه کاکړه وايي، د هغو افغانانو له پاره، چي اسناد نه لري، ډېر څه نه سي کولای.

د دې په وینا، په دې وروستیو کي له پاکستان څخه ناروغان، بې وزله، د بشري حقونو فعالان او ښځینه محصلاني شړل سوي دي.

د کراچي پولیس وايي، پروسږکال يې تر ۱۸۰۰ ډېر افغانان له دې ښاره شړلي دي او سږکال يې تراوسه ۱۷۰۰ نیولي دي.

میرمن کاکړ، چي د یوشمېر نورو مدافع وکیلانو سره یوځای مفت د افغان کډوالو مرسته کوي وايي، په دې وروستیو کي نیول سوي اکثره هغه افغان کډوال دي، چی قانوني اسناد لري.

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

د کراچي د پولیسو مشر خادم ریند د فرانسي خبري اژانس ته ویلي دي: «زموږ عملیات یوازي تر غیري قانوني کډوالو پوري محدود دي. » نوموړي زیاته کړه، چي د قانوني کډوال نیول او د پولیسو له خوا له هغو څخه د رشوت اخیستلو موضوع باید وڅېړل سي.

په پاکستان کي د طالبانو ټاکل سوی کونسل سید عبدالجبار وايي، افغان کډوال په پاکستان کي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ترینګلتیا قرباني دي.

د پاکستان پولي په اوږدو کي د پاکستاني جګړه مارو طالبانو وروستیو بریدونو افغان طالبان او پاکستان حکومت یو له بله ترینګلي کړل.

دغه ترینګلتیا ددې سبب سوه، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ څو ورځي د تورخم سرحدي پوله تړلې وه. سید عبدالجبار وايي، دغه مسئلې باید «د خبرو اترو پر مېز حل سي. د افغانانو پر وړاندي کرکجني کړني یو نامناسب چلند دی.»

د کډوالود ټولني استازو ویلي دغو فشارونو ځیني افغان کورنۍ اړي کړي دي چي خپل څه ناڅه شته توکي وپلوري او افغانستان ته ولاړي سي. ځینی بیا نه غواړي بیرته افغانستان ته ولاړي سي.

خو د حبیب په نامه هغه روزانه مزدور، چي د ژوند نیمايي برخه يې په پاکستان کي کډوالي کړې ده وايي، څو کاله ترمخه يې اسناد ورک سوي دي. دغه ۷۶کلن سړي د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي دي: «ما د خپل هیواد په پرتله دلته ډېر د ازادۍ ژوند کړی دی زه د اوسیدو اسناد نه لرم او بېرېږم، چي پاکستاني چارواکي به ماته ستونزي جوړي کړي ،موږ قانون منو.که چیري دوی موږ په زور ونه شړي، افغانستان ته به ولاړ نه سوو.»

زموږ له ارشیف څخه : 

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟