1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موسيقيافغانستان

افغان هنرمندان: پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ یو

۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبه

په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته يو شمیر سندرغاړي د هېواد پرېښودو ته اړ شول چې ډېری يې پاکستان ته کډوال شوي. دغه هنرمندان وایي پاکستان کې د خپلو اولادونو راتلونکي ته انديښمن دي.

https://p.dw.com/p/4WuiR
Afghanistan | Bedrohung von Kulturschaffenden durch Taliban
انځور: Bernat Armangue/AP Photo/picture alliance

د پښتو موسیقۍ افغان سندرغاړی بریالی صمدي هم په هغو سندرغاړو او هنرمندانو کې شامل دی چې پاکستان ته کډوال شوي دي. هغه د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې هم اړ شوی وو چې پېښور ته وکوچيږي. خو په ۲۰۰۱ م کال کې نوموړی له هغو لومړیو افغان سندرغاړو وو چې د طالبانو رژیم تر نسکورېدو وروسته له پېښوره کابل ته ستون شوی و.

زیړ مازِیګری په پېښور کې

بيا ماښامۍ په پېښور کې

دا دوه بیتونه چې د سندرغاړي بريالي صمدي د ډېرو مينه والو په ياد وي، د هغه وخت دي، په افغانستان کې پر موسیقۍ لګېدلي بندیزونه تر ۲۰۰۱م کال وروسته د جمهوري سيسټم په پيل سره پای ته رسېدلي و؛ خو دوه لسیزې وروسته د طالبانو په بیا واکمنېدو بیا ځلې په دې هېواد کې پر موسیقۍ کلک بندیز لګېدلی.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط سره سم، د هېواد يو شمیر سندرغاړي، هېواد پرېښودو ته اړ شول چې له دې ډلې ډېره برخه يې پاکستان ته کډوال شوي. افغان سندرغاړی بریالي صمدي چې له دغو سندرو غاړو یو دی، د امنیتي اندېښنو له امله له مرکه کولو ډډه کوي.

خو د پېښور په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت افغان هنرمندان وايي، په دغه هېواد کې یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی. په ننګرهار کې د هنرمندانو ټولنې پخوانی مشر رضوان منور وايي، پاکستان ته کډوال شوي افغان سندرغاړي د اوسېدو قانوني اسنادو نه درلودو ترڅنګ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. منور  وايي: «تر دې دمه هیڅ نړیوال بنسټ په پاکستان کې له میشتو افغان هنرمندانو سره مرسته نه ده کړې.»

د زهرې په نوم د افغان مېرمنو آرکستر

سعیدالله وفا، بل ځوان سندرغاړی دی چې اوسمهال‌ په پاکستان کې د کډوالۍ سختې شپې تېروي. نوموړی هم د افغان هنرمندانو سخت ژوند ځوروي او  وايي: «په دې هیواد کې د قانوني اسنادو د نه موجودیت او اقتصادي ستونزو ترڅنګ بله غټه ستونزه د اولادونو نامعلوم راتلونکې دی.»

ګل اغا بهسودي چې دمګړۍ د پاکستان د پنجاب ایالت په پېنډۍ کې استوګن دی، وايي، په شخصي ښوونځیو کې د اولادونو د داخلې توان نه‌ لري او د پاکستان په دولتي ښوونځیو کې یې د داخلیدو حق ستونزمن دی.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د غیر رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه شاخوا څلور سوه افغان هنرمندان د پاکستان ته کډوال شوي. دغه افغان هنرمندان وايي، په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او په خبره یې د هنرمندانو نامعلوم برخلیک او وضعیت د افغان موسیقۍ پر ودې سیوری غوړولی دی.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د غیر رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه شاخوا څلور سوه افغان هنرمندان د پاکستان ته کډوال شوي.
پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، د غیر رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه شاخوا څلور سوه افغان هنرمندان د پاکستان ته کډوال شوي.انځور: Bernat Armangue/AP Photo/File/picture alliance

د ننګرهار د هنرمندانو د اتحادیې پخواني مسول رضوان منور، په دې هکله وویل: «پښتو موسیقي تقریبا له سقوط سره مخ ده. په وروستیو کې مخ په بره روانه وه خو اوس مخ په ځوړ روانه ده، ځکه د موسیقۍ د ودې له پاره کار نشته، په هیواد کې د هنرمندانو لپاره ځای نشته، هلته موسیقي حرامه بلل کیږي، هنرمند کافر بلل کیږي، نو هغه هیواد چې هلته د هنرمند او سندرغاړي لپاره ځای نه وي حتمي خبره ده چې هلته به موسیقي له سقوط سره مخ کیږي.»

افغانستان د موسیقۍ له پلوه خاموش هیواد

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په افغان هنرمندانو اوسنی راغلی حالت غمیزه بللې ده. دغې شبکې، روان کال د غويي په ۴مه «له موسیقۍ لرې زړونه؛ د تبعید په لور د افغان موسیقي غږونکو تګ» په عنوان راپور کې د افغان هنرمندانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې  په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو موسیقۍ غږوونکو ته کار او ځای نشته، یو شمېر تبعید شوي او پاتې يې له هېواده د وتلو په لټه دي، خو نړۍ ‌والو يې وضعیت او ژوند ته پاملرنه نه‌ ده کړې.

پاکستان ته کډه شوي افغان هنرمندان

د تحلیلګرانو شبکې ویلي چې طالبانو د موسیقۍ له پلوه «افغانستان په یوه خاموشه یا چوپ هېواد بدل کړی.»

په افغانستان کې د طالبانو حکومت  په ښکاره توګه پر موسیقۍ د بشپړ بندیز په اړه اعلامیه نه ‌ده خپره کړې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هر هغه څه ته چې اسلام منع کړي اجازه نه ورکول کېږي او طالبان د موسیقۍ غږول او اوریدل حرام ګڼي.

دا مهال حتی د افغانستان په خصوصي راډيوګانو او تلویزيونو کې هم پر موسیقۍ نشرولو بندیز دی. په یو شمېر ولایتونو کې د سندور له اورېدونکو سره د طالب وسله والو د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل شوي او د طالبانو له ‌خوا د موسیقۍ د وسایلو د ماتولو ویډیوګانې هم په خواله رسنيو کې لاس په لاس شوي دي.

ا.ا / خ.ح / ب.ص

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie