1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو پر ستونزو په تهران کې څلور اړخیزه غونډه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه په تهران کې څلور اړخيزه غونډه رابلل شوې وه. په غونډه کي د افغانستان، ايران، پاکستان او ملګرو ملتونو استازو د افغان کډوالو پر ستونزو خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Ks5Z
آرشیف انځور: له ایران څخه اېستل شوي افغان کډوال
آرشیف انځور: له ایران څخه اېستل شوي افغان کډوالانځور: DW/S. Tanha

د طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت وايي چې په غونډه کې د ګډون په موخه د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد تهران ته سفر درلود.

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو یوې فعالې اصفه ستانکزۍ دویچه ویله ته وویل: «د دې غونډي د خبرو اصلي محور د افغان مهاجرو ستونزې و، دغه راز تر وروستیو بدلونونو وروسته له افغان کډوالو سره د نړېوالو او کوربه هيوادونو مرستې، کډوالو ته د هستوګنې، تعلیم او تربیې او روغتیايي خدمتونو ته د کډوالو لاسرسی د دې ناستې مهمې اجنډاوې وې.»

ایران میشتې د کډوالو د حقونو دغې افغان فعالې زیاته کړه، سره له دې چې د کډوالو پر ستونزو دغه ډول څلور اړخیزې غونډي خپل اغیز لري، خو سملاسي پایلو ته یې ډېرې هیلې نشته.

ستانکزۍ وویل، ایران همدااوس تر نړېوالو تحریمونو لاندې دی، له همدې امله په ایران کې له افغان کډوالو سره هم نړېوالې مرستې کمې شوي.

په ایران کې د افغان کډوالو بنسټېزې ستونزې

په ایران کې د افغان کډوالو بنسټېزه ستونزه د اوسېدو د قانوني اسنادو څرنګوالی دی.

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي

اصفه ستانکزۍ وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ایران حکومت ځینو افغان کډوالو ته تر یوې سرشمېرنې وروسته د اوسېدو یو اجازه لیک ورکړی، خو تر بدلون وروسته په زرونو نور افغانان ایران ته ورغلي چې اوس د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

له دې ورهاخوا، په ایران کې ډیر افغان کډوال یا وزګار دي او یا هم د کار اجازه نه لري چې له دې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د نورو ډېرو هيوادونو په څېر په تهران کې هم د افغان سفارت د تذکرو او پاسپورتونو صدور او نور اړوند قونسلي چارې له خنډ سره مخ شوي، یا ځنډېدلي. 

ستانکزۍ وویل چې په تهران کې د افغانستان سفارت د خدمتونو ځنډېدو او یا کم رنګه کېدو هم افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.