1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې لسګونه افغان مهاجر نیول شوي دي

۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د یوې سرحدي شخړې له کبله د تورخم بندر له تړل کیدو سره هم مهاله لسگونو افغان مهاجر په پاکستان کې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4WDuv
آرشیف انځور: په چمن کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د افغانانو اسناد ګوري
آرشیف انځور: په چمن کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د افغانانو اسناد ګوريانځور: AFP/Getty Images

شنونکي وایي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ سرحدي نښته د دې سبب شوې ده چې په پاکستان کې افغان مهاجر ونیول شي او د دغه هیواد د چارواکو لهجه تنده کړي.

د دې سرحدي نښتې په پایله کې د تیرو شپږو ورځو راهیسې د تورخم سرحدي پوله د مسافرو او سوداگریزو توکو پر مخ تړل شوې ده او د ناروغانو په گډون سلگونو تنه او حتی جنازې په سرحد کې بندې پاتې دي.

د مسافرو تر څنګ په لاریو کې بار شوي سلګونه ټنه مېوې او سابه د پولې دواړو غاړو ته پراته دي.

که څه هم په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په تورخم کې د طالبانو کمېشنر عصمت الله یعقوب، له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د لارې د پرانستلو په اړه دوه ساعته خبرې کړي، خو په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر دویچه ویله ته وویل، چې تر اوسه د تورخم د لارې د پرانستلو په اړه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په اسلام اباد کې د حکومت طالبانو سفیر سردار احمد شکیب وايي: »پاکستاني لوري ژمنه کړې وه چې دا غوښتنه به له خپلو مشرانو سره شریکوي او لاره به پرانیزي، خو تر اوسه یې کوم اقدام نه دی کړی.«

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې سرحدي شخړې لامل د پاکستان په سرحدي سیمه کې د پوستې د جوړولو هڅه وه خو طالبانو ویلي، چې دوی یواځې د یوې زړې سرحدي پوستې د بيارغونې کار تر سره کاوه.

د افغان کډوالو نیول

راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو پر افغان مهاجرینو فشارونه زیات کړي دي. د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

منزه کاکړ چې په پاکستان کې د یو شمېر افغان کډوالو استازیتوب کوي، تاییدوي چې پاکستاني پولیسو د یکشنبې په ورځ تر ۱۲۰ ډېر افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې د طالبانو سفير هم د افغان کډوالو نيول تاييدوي او وايي چې د سياسي او امنيتي کړکېچونو له زیاتیدو سره په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زياتېږي.

هغه زیاتوي: »د حکومتونو ترمنځ تاوتریخوالی باید د عامو خلکو پر ژوند اغېز ونه کړي او هغه افغان کډوال چې دلته ژوند کوي یا د درملنې لپاره راغلي، باید د پولیسو له خوا ونه ځورول شي.«

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب، زیاتوي چې د پاکستان پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي او د پاکستان سترې محکمې ته یې لیک استولی دی.

پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی

د سند ایالت چارواکو په دغه ایالت کې افغان وکړي په نا امنۍ او د جرمونو په تر سره کیدو تورن کړي او د هغوی د سمدستي شړلو غوښتنه یې کړې ده. تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وه چې په هغو ترهګریزو بریدونو کې چې په دغه هېواد کې ترسره کېږي افغانان ښکېل دي.

د سند گورنر کامران تسوري له ټولو هغو افغان کډوالو چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري وغوښتل چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي. په یوه ویډیو ېې پیغام کې هغه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ: »هغه ناقانونه افغان کډوال چې زما خبرې اوري باید ټکټ واخلي او بیرته ستانه شي. که نه نو په دوو اونیو کې به دوی ونیول شي او په لس کاله بند به محکوم شي.«

په پاکستان کې د طالبانو سفیر د سند ایالت د دغه چارواکی د څرګندونو په اړه وویل: »دا اقدامات د افغانستان او پاکستان د خلکو په ګټه نه دی.«

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډیپلوماټ احمد سعیدي وايي، پاکستاني پولیسو په پنجاب کې ۳۰ افغان کډوال، په پېښور کې ۱۶ افغان کډوال او په کویټه کې ۱۱ افغان کډوال نیولي دي.

هغه زياتوي: »د دغو نيولو موخه داده چې پاکستان د طالبانو پر ادارې فشار راوړي، څود پاکستاني طالبانو پر وړاندې د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي.«

نوموړی زیاتوي: »ځکه چې د افغان طالبانو د مشرانو کورونه په پاکستان کې دي، دوی نه غواړي چې د پاکستان سفیر احضار کړي او په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.«