1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

په سعودي عربستان کې د حج مراسم او سخته ګرمي

۱۴۰۳ خرداد ۲۳, چهارشنبه

سعودي چارواکو د حج په روانو مراسمو کې د ډېرې لوړې تودوخې څخه خبرداری ورکړی دی. په داسې حال کې چې د ګرمۍ د زغملو له پاره بېلا بېل اقدامات شوي دي، څارونکي خبرداری ورکوي چې په تګلارو کې اوږدمهاله بدلونونو ته اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/4gxXY
د ۲۰۲۴م کال د حج مراسم د جون میاشتې پر۱۴مه نیټه پیليږي
د ۲۰۲۴م کال د حج مراسم د جون میاشتې پر۱۴مه نیټه پیليږيانځور: Amr Nabil/AP Photo/picture alliance

د روان کال د حج مراسم چې د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه پېليږي، د نړۍ له څه نا څه ۱۸۰ هېوادونو څخه د راغلو تقریباً دوه میليون مسلمانانو له پاره به نه یوازې يوه يادګاري روحاني تجربه وي، بلکې د تودوخې د لوړې درجې له کبله به هغوی ته يوه ننګونه هم وي.

د سعودي عربستان د هوا پيژندنې ملي مرکز مشر ايمان غلام، تېره اونۍ وويل: «د روان کال د حج په شپو او ورځو کې به په مکه معظمه او مدینه منوره کې متوقع اقليم په اوسط ډول د ۱،۵ څخه تر ۲ سانتي ګراد درجو پورې د لوړوالي شاهد وي.»

په مکه کې به چې د حج د مراسمو اصلي مرکز دی، د تودښت درجه څه نا څه ۴۴ سانتي ګراد ته ورسيږي.

د ګرمۍ د زور د راکمولو په موخه د مکې او مدینې په مرکزي څلور لارو کې د نم يا اوبو پاشلو سیسټمونه او اوبو کولرونه نصب شوي دي. همدا راز سعودي چارواکو د مکې مکرمې د ستر مسجد فرش او شا او خوا خيمو کې د ايرکنډشنرونه لګولو ژمنه هم کړې ده.

د عرفات په میدان کې له ګرمۍ څخه د ژغورنې لارې چارې؟

حج کول يوازې په ایرکنډيشن سمبالو خونو کې په پاتېدو سره نه کیږي، بلکې پر ګرمۍ سربیره هم حاجيان تر ديرشو ساعتونو ډېر وخت باید دباندې تېر کړي چې په هغه کې د عرفات غونډې په میدان کې يوه ورځ يعني له لمر ختلو تر لمر لوېدو پورې درېدل او په نورو ورځو کې د مکې معظمې په شا او خوا کې پياده ګرځېدل هم شامل دي.

د سعودي عربستان د حج پلان رسمي پليټ فارم روښانه کوي چې د ګرمۍ ستړيا د دې زيارت له سترو خطرونو څخه يوی دی.

په ۲۰۲۳م کال کې هم د تودښت درجه ۴۸ سانتي ګراد ته پورته شوې وه. د سعودي عربستان د جازيت په نوم يوې سيمه ایزې ورځپانې هغه وخت لیکلي ول چې کابو ۸۴۰۰ حاجيان ګرمۍ وهلي ول او يا د ګرمۍ له اړوندو اغیزو سره مخامخ شوي ول.

د ګرمۍ څخه د اغیزمنو کره شمير ځکه په لاس کې نشته چې اکثره ګرمۍ او جل وهلي په روغتونونو کې نه وو بستر شوي.

همدا شان د « Journal of Travel Medicine» په نوم مجلې کې خپره شوې يوه څېړنه وايي چې د لږو ګرمو هېوادونو څخه راغلي حاجيان د هغو په مقابل کې چې له ګرمۍ سره اموخته دي ۴،۵ چنده ډېر د مړينې له ګواښ سره مخامخ دي.

خو د تودښت لوړه درجه هغه يوازنی خطر نه دی چې حاجيان ګواښي.

د اقليم د تګلارې بدلون ته اړتيا

د سعودي عربستان د باچا عبدالله د ساينس او تکنالوژۍ پوهنتون يوې تازه څېړنې تائيد کړې ده چې په تېرو ۴۰ کلونو کې په هره لسیزه کې تودوخه ۰،۴ درجې لوړه شوې ده.

د دې څيړنې ليکولانو په عربي ټاپو وزمه کې د تودښت د اوسط درجې لا پسې لوړيدو اټکل کړی دی.

د آلمان د هاېډلبیرګ پوهنتون د ځمکي پيژندنې له څانګې څخه څيړونکې توبياس څومبرېګل، وايي: «يو شمیر اټکلونه داسې انګيرنه کوي چې د عربي ټاپو وزمه ځينې برخې به د روانې پيړۍ تر پای پورې د اوسيدنې له پاره نور مناسب نه وي.»

له تودوخې سره د مبارزې د لنډې مودې حللارې لکه د نمي سیسټمونه چې موخه یې د حاجيانو له پاره د لوړې تودوخې د زغم وړ ګرځول دي، ښيي چې سعودي عربستان تر کومې کچې د اقليم د بدلون له پایلو څخه کړيږي.

څومبرېګل وويل: «په سعودي عربستان کې د اقليم بدلون د تودوخې په لوړيدو او د ګرمۍ په موقتي څپو سره ځان ظاهروي خو د پایلو يو ډېر پراخ طيف هم موجود دی.»

هغه وويل چې لا دمخه په وچه سيمه کې د رېګو او باد طوفانه، د سمندر د سطحې لوړېدل او د اوبو د کمېدو انتظار کیږي.

دا چې اوس سعودي د انرژۍ بدلون ته مخه کړې ده، چې موخه یې د ګازو او تيلو د خرڅلاو پر ځای د بيا نوې کیدونکو انرژيو پر پراختيا تمرکز دی، د څيړونکو په آند دا کار نه يوازې ناکافي، بلکې ځينې برخې یې حتی ضد او نقيض دي.

يو اړخ ته سعودي عربستان په څرګند ډول دې ته ژمن دی چې زرغونې انرژۍ ته مخه کړي خو بل اړخ ته دا د نړۍ د تیلو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه يو دی.

څومبرېګل وايي: «د اقليم دوسته تکنالوژيو کارول لکه هايدروجن، نورې ستونزي زيږوي او ستر سولري پارکونه بيا دې ته اړتيا لري چې په تازه اوبو پريولل شي.»

د نوموړي په آند هغه تګلارې به چې پر نړيوالو همکاريو او څېړنو متمرکزې وي، د اقلیم بدلون له پايلو څخه د خپل نفوس او همدا راز د حاجيانو د ساتنې له پاره مناسبې وي.

د سيمه ایزې همکارۍ اړتيا

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخوانی مرستيال اندريو ګلمور، چې يو ليکوال او د آلمان د بيرګهوف موسسې مشر دی، تر دې هم مخکې ځي.

نوموړی په منځني ختیځ کې د اقليم بدلون د سرعت راکمولو له پاره د ملکونو ترمنځ همکاري اصلي کيلۍ ګڼي.

د « Yale Climate Connections» په نوم غير دولتي رسنۍ په حواله چې د اقليم پر بدلون تمرکز کوي، په دې سيمه کې تودښت د نورې نړۍ په پرتله په دوه چنده سرعت سره لوړېږي.

ګلمور دويچه ويله ته وويل: «سعودي عربستان د سترې دولتي بودجې د لرلو له کبله نیکمرغه دی او له دې کبله اقتصاد ته د بدلون ورکولو فرصت لري.»

هغه وويل: «خو سړی دا تمه لرلی شي چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او يا بحرين په څېر شتمن تېل توليدونکي هېوادونه به دې ته چمتو وي چې له نورو تیل توليدونکو هېوادونو لکه عراق او لیبیا سره مرسته وکړي چې ډېر بې وزله دي او په نورو څانګو کې د پانګونې وسايل نه لري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب