وچکالي کله او څنگه رامنځته کیږي؟
۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبهاروپا د يو شديد دوبي سره مخامخ ده. د سختي ګرمۍ له کبله د اروپا په بيلو هيوادونو کي د ځنګل پراخ اورونه رامنځته سوي او د اوبو د کمښت او شديدې ګرمۍ له کبله زيات کرنیز فصلونه هم له منځه تللي دي. کارپوهان خبرداری ورکوي چي په اروپا کي د تيرو پنځو سوو کالونو تر ټولو لويه وچکالي د راتلو په حال کي ده. دغه خبرداری د اروپايي اتحاديې د اړوند تخصصي څانګي د معلوماتو پر اساس ورکول سوی دی.
اروپا يوازنۍ ستره وچه نه ده چيري چي وچکالي حاکمه ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په نړيواله توګه تقريبا ۵۵ میليونه انسانان د وچکالۍ سره مخامخ دي. افريقا هغه ستره وچه ده چي تر نورو ټولو سترو وچو د وچکالۍ سره زيات وختونه مخامخ وي. د دغه براعظم په ۴۰ سلنه کي وچکالي راغلې ده.
د هغه باوجوده چي ساينسپوهان په دې خبر دي چي وچکالۍ د اقليمي بدلون له کبله ژر ژر او د اوږدې مودې لپاره رامنځته کيږي، خو بيا هم دا ډېره ستونزمنه او مشکله خبره ده چي د وچکالۍ او د څرنګوالي اټکل دي يې مخکي له مخکي وسي.
يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي
وچکالي په اصل کي څه شی ده؟
که په لنډه توګه وويل سي، نو څوک هغه وخت له وچکالي څخه خبره کوي، کله چي د پخوانيو وختونو په پرتله کم بارانونه وسي. دا يوه ډېره مغلقه پديده ده چي په اونيو، مياشتو او آن کلونه جريان لرلای او د انسانانو او اقتصاد لپاره ډيري جدي پايلي لرلای سي.
کارپوهان وچکالۍ په څلورو کاټيګوريانو باندي ويشي. د ميتيورولوژيکي وچکالۍ څخه هغه وخت خبره کيږي کله چي په اوږده موده کي کم بارانونه او اورښتونه وسي. کله چي د چينو، سيندونو، د اوبو د بندونو او تر مځکي لاندي د اوبو سطحه ټيټه سي، نو بيا له هيدرولوژيکي وچکالۍ څخه خبره کيږي. له زراعتي وچکالۍ څخه څوک هغه وخت خبره کوي، کله چي په مځکه کي د نم کمښت پر بوټو او کرنیزو فصلونو اغېزه وکړي. کله چي د اوبو کمښت د عرضه کېدنې او پېرل کېدنې پر اندازه هم اغېز وکړي، نو بيا له سوشیل اکاناميکي یا ټولنیزې اقتصادي وچکالۍ خبره کيږي.
کندهار کې زرګونه کسانو د وچکالۍ حل له پاره د باران لمونځ ادا کړ
د آلمان د لايپڅيګ په هېلمهولڅ مرکز کي د چاپيريالي چارو کارپوه اولدريش راکوويچ وايي چي اکثره وختونه د وچکالۍ يادي څلور کاټيګورياني پر يو ځای او يو وخت نه رامنځته کيږي. د هغه په وينا په اروپا کي روانه وچکالي هم په ټولو يادو څلورو کاټيګوريانو کي نه ده راڅرګنده سوې. هغه وايي چي البته «پېل د مېتيورولوژيکي وچکالۍ څخه کيږي.» دغه کارپوه وايي چي د اورښتونو کموالی د راتلونکي وچکالۍ په هکله د خبرداري زيګنال ورکوي. د هغه په وينا البته دا چي د اورښتونو د کمښت له کبله پر سيندونو او بوټو آثار راڅرګند سي، دا کار وخت نيسي.
په رسمي توګه کله له وچکالۍ خبره کيږي؟
کارپوهان د وچکالۍ له اعلان څخه مخکي د اورښت کچي، د مځکي وضعيت، په خاوره کي د نم کچه او دا ډول نور اړخونه ارزيابي کوي. راکوويچ وايي چي کله چي ياده ارزونه داسي اعداد او شمېرې رابرسېره کړي چي تر مخکنيو ثبت سوو شمېرو کم وي، نو بيا دا پر دې دلالت کوي چي وچکالي پېل سوې ده. کله چي اعداد او شمېرې عادي حالت ته راوګرځي نو بيا وچکالي پای ته رسېدلې تصور کيږي. د وچکالۍ څارونکې د هېلمهولڅ مرکز ډله په خاوره کي د نم کچه اندازه کوي. د دغې طريقې له مخي وچکالي هغه وخت پېليږي کله چي په اوږده موده کي په يو کال کي په مځکه کي د نم فيصدي تر شلو فيصدو څخه لا زياته کمه سي.
د اروپايي اتحاديې د کميسيون تخصصي څانګي په راپور کي د اورښتونو د کمښت، په مځکه کي د نم د فيصدي د ټيټېدني او د بوټو پر وضعيت اتکا سوې ده. د يادي څانګي کارپوهان دې نتيجې ته رسېدلي دي چي د يادي ارزوني پر اساس په اروپا کي روانه وچکالي ښايي د تيرو پنځه سوو کالو تر ټولو لويه وچکالي وي. د دغه راپور له مخي د اروپا نيمه برخه به د وچکالۍ د خبرداري سره مخامخ سي ولي چي په خاوره کي يې د نم کمښت زيات سوی دی. د دې تر څنګ د ۱۷سلنې اروپا لپاره ځکه د رسمي وچکالۍ اعلان سوی ولي چي بوټي يې اغېزمن سوي دي.
رپوټ: په ميلیونو کوچنیان په اینده کي د طبیعي آفاتو له ګواښ سره مخامخ دي
بيا رغېدنه
دا چي يو سيمه به ايا او څومره ژر د وچکالۍ له اغېزو څخه بېرته عادي حالت ته راوګرځي يا په اصطلاح ورڅخه روغه به سي، په دې پوري اړه لري چي پکښي راغلې وچکالي څومره شديده او څومره اوږده وه. د دې تر څنګ دا هم مهمه وي چي ايا له وچکالۍ وروسته ورښتونه به په دې اندازه وي چي د اوبو زېرمي بېرته عادي حالت ته راولي که نه.
د اروپايي کميسيون د اړونده تخصصي څانګي سره کار کوونکې مشره کارپوهه اندريا تورېتي په دې آند ده چي د اوبو د استعمال په تړاو د ځايي خلکو سره همکاري او پوهاوی ډېر مهم دي. هغه وايي چي د اقليم د تودوېدو کچه تر ۱،۵ درجې څخه ټيټ ساتل هم يو مهم هدف دی. دغه کارپوهه وايي چي د دې لپاره چي د مځکي د کرې تودوخه د صنعتي کېدو د پېر څخه مخکي وخت څخه تر ۱،۵ درجې زياته توده نسي، بايد چي په نړيواله توګه د ګلخانه يي ګازونو د اخراج اندازه راکمه کړل سي. د هغې په وينا د دې تر څنګ نوي تخنيکي نوښتونه ته اړتيا سته چي د وچکالۍ اغېزې لږ راکمي کړي.
په سيميزه توګه د اوبو سترې ذخيرې جوړول هم يو اقدام کيدلای سي. د مثال په توګه تر مځکي لاندي د اوبو داسي زېرمي رامنځته کول چي د بحران پر وخت ورڅخه کار واخيستل سي. د دې تر څنګ په زراعت کي د اوبه لګونې لپاره نوي او ځيرکي لاري موندل مهمي دي. راکوويچ وايي چي د نوي نسل بوټو رامنځته کول هم د فصلونو د له منځه تلل راکمولای سي. د دې تر څنګ په ځنګلونو کي صرف د يو قسم ونو لګولو پر ځای بايد بېل ډول ونې ولګول سي. په زیاته دا ډول ونې چي اوبه زېرمه کولای سي.
فونيک هاينڅو/ا.ا./ا.خ.ح.