1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهسعودي عربستان

په سونو زره مسلمانان د حج له پاره مکې ته روان دي

۱۴۰۲ تیر ۲, جمعه

شا او خوا دوه میليونه مسلمانان سږ کال حج ته ځي. سږ کال به د حج مراسم د کرونا ويروس د محدوديتونو پرته په داسې حال کې ترسره شي چې هوا ډېره ګرمه ده.

https://p.dw.com/p/4SzVJ
مکه مکرمه
مکه مکرمهانځور: Saudi Press Agency/REUTERS

په میليونو مسلمانان د حج د ادا کولو له پاره د سعودي عربستان مکې معظمې ښار ته په داسې حال کې رسيدلي چې هوا سخته ګرمه ده.

د سعودي چارواکو په حواله نږدې ۱،۵ ميليونه بهرنيان د حج په کلنيو مراسمو کې د ګډون له پاره دغه هېواد ته رسېدلي دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

چارواکو تر دې دمخه ويلي ول چې دوی اټکل کوي چې د ۲۰۲۳م کال د حج له پاره به د زايرينو شمير د کرونا وبا د محدوديتونو تر مخه شمیرو ته ورسيږي. د کرونا وبا تر خپريدو وروسته دا لومړی حج دی چې د دغه ويروس له کبله د لګولو شويو بندیزونو پرته ادا کيږي.

اړونده موضوع: سعودي عربستان د يو میلیون زیارت کوونکو کوربه دی

په ۲۰۱۹م کال کې تقريباً ۲،۵ ميليونو کسانو د حج فريضي ادا کړې وه. په ۲۰۲۱م او ۲۰۲۲م کلونو کې د کرونا د محدوديتونو له کبله دغه شمیر په ترتيب سره ۶۰ زره او ۹۲۶ زرو ته راټيټ شوی وو.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير توفيق الرابيعه، په روانه اونۍ کې په خپره شوې يوه ويډيو کې ويلي ول: «د حج د مراسمو په رانږدې کیدو سره د سعودي عربستان شاهي دولت هم د اسلام په تاريخ کې د دې سترې راټوليدنې له پاره چمتووالی نيسي.»

انتظار کیږي چې نور ډېر زایرين به هم د دوشنبې په ورځ د حج د مراسمو تر پېليدو د مخه مکې معظمې ته ورسيږي.

اړونده موضوع: د حج د مراسمو نوې لاتري ډیر مسلمانان په غوسه کړي

توفيق الربيعه همدا راز زياته کړې ده چې سږ کال به له ۱۶۰ هېوادونو څخه دوه ميليونه مسلمانان په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

په دې منځ کې زايرين چې ځانګړې لباس یې اغوستی دی، په الوتکو، بسونو او ريل ګاډو کې مکې ته د رسېدو په حال کې دي. حج د اسلام له پنځو ارکانو څخه يو دی او پر هغو مسلمانانو چې امکانات یې ولري، فرض دی چې په ژوند کې یې يو ځل ادا کړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)

زموږ له آرشيف څخه؛