1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وچکالي؛ په منځني ختيځ کې د میليونو کسانو د بې ځايه کيدو ګواښ

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

لږ باران، د تودوخې لوړه درجه او زیاتیدونکې وچکالي د دې لامل شوې چې منځنی ختیځ د نړۍ په وچو سیمو بدل شي. د کارپوهانو په باور د اقلیم بدلون په منځني ختیځ کې د میلیونو انسانانو ژوند ګواښي او ښايي د بې ځایه کیدو لامل یې شي.

https://p.dw.com/p/4Itbi
Nordafrika I Marokko I Ausgetrocknetes Flussbett im Atlas-Gebirge
یونیسف د راپور له مخې، د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه یې ۱۱ چې د اوبو له کمښت سره مخ دي په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې موقعیت لري.انځور: Ashley Cooper/Global Warming Images/picture-alliance

مصر به د نوامبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سازمان د اوویشتم کنفرانس کوربه وي. دا کنفرانس به په شرم الشیخ کې جوړ شي. د مصر د بزګرانو ټولنې مشر حسین ابو صدام د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي چې همدا اوس له هېواد څخه د اقلیمي بدلون له امله د انسانانو د تښتېدلو شاهدانو يو. مصر د نړۍ له وچو هېوادنو څخه دی او د هغه په وینا په دې هېواد کې د ځمکې تودوخې او د اقلیم د بدلون له امله د کرهنې وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

ساینس پوهان: اقلیمي تغیر د هوا د خرابیدو خطر ډیر لوړوي

د مصر د بزګرانو د ټولنې مشر زیاتوي: «ځوانان کرهنیزې سیمې پریږدي او نورو هېوادونو یا لویو ښارونو ته ځي ترڅو هلته په صنعت کې کار وکړي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان د شمېرو له مخې شاوخوا ۹۰ سلنه کډوال له هغو هېوادونو څخه دي چې تر نورو ډېر د اقلیم د بدلون له خطر سره مخ وي او یا هم نه غواړي د دغو بدلونونو پایلې وزغمي.د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM)  مرستیال ایمي پوپ فرانسې خبرې آژانس ته وويل: «که انسانان په کرهنه ونه توانيږي، کار ونلري او خوراک ته لاسرسی ونه لري، له تښتي پرته به بله لاره ونه لري.»

ګوتریش د اقلیمي بحران سره په مبارزه کي د رکود څخه شکایت وکړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې طبیعي پېښو او آفتونو په منځني ختیځ او افریقا کې نږدې درې میلیونه وګړي اړ کړي چې د خپلو اوسېدو ځایونه پریږدي او دا وضعیت به لا پسې خراب شي.کارپوهان وړاندوینه کوي چې دې بهیر ته په کتو سره به په مصر کې د کرهنې فعالیت  نږدې ۴۷ سلنه کم شي. دې ته په کتو سره ویل کېږي چې په ښارونو کې د ژوند ښکلا او امکاناتو ته لاسرسی به د دې لامل شي چې په عادي توګه ډېری خلک له کلیوالي سیمو څخه ښارونو ته مخه کړي.د شمالي افریقا هیوادونو لوی ښارونه لکه قاهره، الجزیره، تونس او طرابلس د کلیو او بانډو اوسېدونکي راجلبوي خو ځینې یې لکه کاسابلانکه او رباط د اقلیم بدلون او د ځمکي تودوخې له امله د سمندر د اوبو سطحې لوړیدو له ګواښ سره مخ دي.

د نړیوال بانک د کارپوهانو د وړاندوینې له مخې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ په کچه ۲۱۶ میلیونه وګړي د اقلیم د بدلون له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي. د دوی له جملې څخه تر ۱۹ میلیونو ډیر خلک په شمالي افریقایي هیوادونو کې ژوند کوي. د یونیسف د راپور له مخې، د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه یې ۱۱ چې د اوبو له کمښت سره مخ دي په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې موقعیت لري. په عراق کې د خوږو اوبو اندازه به ښایې ۲۰ سلنه کمه شي، په داسې حال کې چې که د نړۍ تودوخه یوازې یوه درجه لوړه شي د اورښت اندازه ۱۰ سلنه کمېږي.

رپوټ: په اروپا کي به وچ دوبي نور هم ډېر سي

له دې سره به د دغه هیواد د کرنیزو ځمکو یو پر دریمو برخو ته د اوبو رسول ممکن نه وي او ۴۲ میلیونه عراقیان به له جدي ستونزو سره مخ شي.

اردن چې د نړۍ یو له وچو هیوادونو څخه شمیرل کیږي، تیر کال د سختې ګرمۍ څپې، د باران کمښت او د اقلیم د بدلون له امله اړ شو چې له اسرائیلو څخه د اوبو واردول دوه برابره کړي.د اوبو د کمښت او د اوبو د سرچینو پر سر شخړي او جنګونه له ډېرو کلونو راهیسې یوه ستونزه ده، چې د منځني ختیځ او د افریقایي هېوادونو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو یو لامل هم دی. په سوډان کې د اوبو پر سر د بېلا بېلو قومونو جګړې او شخړې هر کال په سلګونو کسان قرباني کوي.