1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبنگلدیش

بنګله دیش: محکمې د کاري بستونو سهمیو کې د بدلون پریکړه وکړه

۱۴۰۳ تیر ۳۱, یکشنبه

د بنګله دیش سترې محکمې د ملکي خدماتو د کار سهمیې چې وژونکي لاریونونه یې راوپارول را کمې کړې.خو چارواکي له ناکراریو سره د مبارزې له پاره چمتووالی نیسي، تګ راتګ بند دی او امنیتي ځواکونه د تیارسي په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/4iYUT
 .تیرې اونۍ لاریونونه تر ډیره پورې د پوهنتون د محصلینو لخوا رهبري کیدل
.تیرې اونۍ لاریونونه تر ډیره پورې د پوهنتون د محصلینو لخوا رهبري کیدلانځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

د بنګله دېش چارواکو د یکشنبې په ورځ د سترې محکمې له حکم څخه مخکې چې د حکومتي دندو د سهمیې د کمولو په اړه یې پریکړه وکړه، او د پراخو لاریونو لامل شو د تګ راتګ وضع شوي بندیزونه یې وغځول.د ملکي خدماتو د کار دا سهمیې ۳۰ سلنه د هغو خلکو کورنیو له پاره ځانګړي شوې وې، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې  د «بنګله دیش د آزادۍ جګړې» په نامه له پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستلو له پاره مبارزه کړې وه.ځایی رسنیو راپور ورکړی چې د تګ راتګ بندیزونه، چې د جمعې په ورځ ناوخته پیل شول، په ځایي وخت د ماسپښین تر ۳ بجو پورې به دوام وکړي. په منځ کې دوه ساعته دمه د دې له له پاره پلان شوې چې خلک وکولای شي اړینو توکو ته لاسرسی ولري.په بنګله دیش کې تر وروستیو ناکراریو وروسته انټرنټ او پیغامي خدمات له پنجشنبې راپیداخوا ځنډول شوي او پوهنتونونه او کالجونه د چهارشنبې له ورځې رخصت شوي دي.

امنیتي ځواکونه په ټول ښار په ځانګړي توګه د دغه هیواد په پلازمینې ډاکا کې ګزمې کوي.
امنیتي ځواکونه په ټول ښار په ځانګړي توګه د دغه هیواد په پلازمینې ډاکا کې ګزمې کوي.انځور: Munir Uz Zaman/AFP

د بنګله دېش محکمې د کار د سهمیې په اړه څه ویلي؟

لوړپوړي قاضي ای ام. امین الدین د تیرې میاشتې یوه حکم ته په اشارې سره، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «یوازې پنځه فیصده د ملکي خدماتو دندې به د خپلواکۍ د قربانیانو بچیانو او دوه فیصده به د نورو کټګوریو له پاره ځانګړي شي.»

د سهمیې قوانین په ۲۰۱۸ کال کې د حکومت لخوا لغوه شول، او د حکومت له لوري بیا عملي کولو یې پراخ غبرګونونه په ځانګړې توګه د دغه هیواد د ځوانانو ترمنځ، چې د بنګله دیش د نفوس شاوخوا یو په پنځمه برخه جوړوي، راوپارول.

سترې محکمې دغه غونډه، چې ټاکل شوې وه د اګست په اوومه نېټه وشي، د یکشنبې په ورځ را وبلله. یو شمېر څارونکي وايي، د سترې محکمې له پرېکړې سره سره به د حکومت پر وړاندې د خلکو غوسه دوام ولري.

د شیخ حسینې د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه

د تیرې اونۍ لاریونونه  چې په تر ډیره پورې د پوهنتون د محصلینو لخوا رهبري کیدل، دا د دغه هیواد د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې چې روان کال د څلورم ځل له پاره بیا د حکومت د مشرې په توګه وټاکل شوه، په حکومتي دوره کې تر ټولو ستر او پراخ لاریونوه شمیرل کیږي. نوموړې د ټاکنو پر مهال پرته له کوم ریښتیني مخالفته بیا ځلې وټاکل شوه.

نیوکه کوونکي وایي دغه سهمیې د هغو کورنیو په ګټه دي چې د ۷۶ کلنې حسینې ملاتړ کوي. نوموړې له ۲۰۰۹ کاله را پدیخوا په دغه هیواد کې واکمنه ده.

د بشري حقونو ډلې د حسینې پر حکومت تور پورې کوي چې د واک د ټینګولو او د ټولو اپوزیسیونونو د ځپلو لپاره له دولتي بنسټونو ناوړه ګټه پورته کوي. د بشري حقونو ډلې همدا راز ادعا کوي چې شیخ حسینه د اپوزیسیون فعالان په ناقانونه ډول وژني.

د سهمیې په وړاندې غوسه په ځانګړې توګه د ځوانو فارغانو په منځ کې شدیده ده چې د کار نه پیدا کولو له سخت بحران سره مخ دي. په بنګله دیش کې حکومتي دندې ته د تر ټولو ښه کاري فرصت په توګه کتل کیږي.وروسته له هغې چې بنګله دیش کې مرګونو لاریونونو د پولیسو او خلکو تر منځ نښتې ډیرې کړې، امنیتي ځواکونه په ټول ښار په ځانګړي توګه د دغه هیواد په پلازمینې ډاکا کې ګزمې کوي.

Rsh/Aj/tj/fb/ZN.KH.H(AFP، AP)