1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبنگلدیش

د بنګله دیش په احتجاجونو کې تر ۱۰۰ ډیر انسانان مړه شوي

۱۴۰۳ تیر ۳۰, شنبه

په بنګله دیش کې خونړي اعتراضونه دوام لري. حکومت پوځ سړکونو ته را ایستلی دی او په ملي کچه یې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. ویل شوي چې په تاوتریخوالي کې شاوخوا ۳۰۰ پولیس هم ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4iXXO
Bangladesch Dhaka | Studenten protestieren gegen Quotenregelung
تر ۱۰۰ د ډیرو انسانانو په دغو اعتراضونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دیانځور: Habibur Rahman/ZUMA Press Wire/dpa/picture alliance

په بنګله دیش کې د اونیو راهیسې روان احتجاجونه، د څو ورځو را په دې خوا په تاوتریخوالي اوښتي دي.

د فرانسې خبري آژانس د کلینیکونو د مسئولینو په حواله ویلي دي چې د محصلینو په دغو اعتراضونو کې په روانه اونۍ کې ۱۰۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حکومت د جمعې په شپه د هیواد په کچه پر تګ راتګ بندیز وضع کړ او د پوځ د عملیاتو اعلان یې وکړ.

د اونیو راهیسې په بنګله دیش کې محصلین د حکومتي سهمیې سیستم پر ضد مظاهرې کوي. دغه سیستم په پام کې لري چې دبنګله دیش په عامه خدماتو کې تر نیمایي ډیر کارځایونه له ښه معاش سره د مشخصو ټولنو ډلو ته اختصاص ورکړل شي. انتقاد کوونکي وایي چې ونډې یا سهمیې د ۷۶ کلنې لومړۍ وزیرې شیخ حسینه پلویانو ته امتیاز ورکوي.

د عامه خدماتو کارځایونو له پاره د سهمیې سیستم، د ټول هیواد په کچه د اعتراضونو سبب شوي او حکومت هڅه کوي چې اعتراضونه سرکوب کړي.

د «بي بي سي بنګله» خبري شبکې د بنګله دیشي ورځپاڼو «پروتوم آلو» او«ډیلي سټار» په استناد رپوټ ورکړی چې د سه شنبې ورځې څخه د تاوتریخوالي د پیلیدو راهیسې تر ۱۰۰ د ډیرو انسانانو په دغو اعتراضونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یوازې د تیرې جمعې په ورځ لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي دي.

د مخابراتي اړیکو پرې کیدل

د سه شنبې په ورځ د دغې او نورو سیمه ایزو رسنیو رپوټونه په انلاین بڼه د لاسرسي وړ نه وو؛ ځکه حکومت ټولې تلیفوني اړیکې او مسجونه په بشپړ ډول بند کړي وو. په ورته وخت کې د قربانیانو شمیر په رسمي ډول نه دی تایید شوی. په بنګله دیش کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت له سلګونو تر زرګونو اعتراض کوونکو خبره کړې ده.

همدارنګه د دغه هیواد ورځپاڼو د پولیس چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د جمعې په ورځ په پلازمېنه کې هر ډول را ټولیدنه تر راتلونکي اطلاع پورې منع اعلان شوې ده.

خو سره له دې هم په قسمي ډول اعتراضونه ترسره شوي دي. پولیسو د مظاهره کوونکو پر وړاندې له اوښکي بهوونکي ګازو او ربړي مرمیو څخه کار اخیستی دی.

په سیمه کې د المان خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې احتجاج کوونکو د نورو ترڅنګ دوکانونو، موټرو او دفترونو ته اور اچولی  دی.

د دغه هیواد پولیسو ویلي دي چې د شورش ضد عملیاتو په ترڅ کې یې ۳۰۰ مامورین ټپیان شوي دي. د جمعې ورځې تر غرمې وروسته پولیسو د حکومت مخالف مهم سیاستوال روح الکبیر رضوي، هم نیولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

سفر که ډارونکی خوب

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل