1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دیش کې ټاکنې؛ د شیخ حسینه واجد بریا قطعي ده

۱۴۰۲ دی ۱۷, یکشنبه

په ټاکنو کې د تاوتریخوالي د ویرې له امله د یکشنبې ورځې په انتخاباتو کې د رای ورکوونکو د ګډون کچه ډیره ټيټه وه. ویل کیږي چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد بریا قطعي ده.

https://p.dw.com/p/4ax2S
Bangladeschs Premierministerin Sheikh Hasina zeigt ihren Stimmzettel
لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجدانځور: Altaf Qadri/AP

پهبنګله دیش کې د انتخاباتو په جریان کې د تاوتریخوالي د ویرې د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د تیرو انتخاباتو په پرتله د رای ورکوونکو ګډون خورا کم وو.

د اپوزیسیون تر ټولو ستر ګوند BNP د انتخاباتو په بایکاټ کولو سره، د ټاکنو پایلې تر پوښتنې لاندې راوستلي دي. د یکشنبې په ورځ د رای ورکونې بهیر تر بشپړیدو وروسته د رایو شمیرنه پیل شوې ده.

د بنګله دیش د ټاکنو کمیسیون په حواله د رای ورکونې بهیر له بشپړیدو یو ساعت مخکې پورې په انتخاباتو د خلکو د مشارکت کچه ۲۷،۱۵ سلنه وه. دا شمیر د ۲۰۱۸م کال د عمومي ټاکنو په پرتله چې په هغه وخت کې د رای ورکوونکو د مشارکت کچه ۸۰ سلنه وه، ډیر کم دی.

په بنګله دیش کې د اپوزیسیون ګوندونو دغه ټاکنې تحریم کړي دي چې وروسته له هغې تمه کیږي لومړۍ وزیره شیخ حسینه به په پرله پسې ډول د څلورم او په مجموع کې د پنځم ځل له پاره د صدارت مقام ته ورسیږي.

د یکشنې په ورځ په مجموع کې ټاکنې د امنیت په فضا کې ترسره شوې، خو په ځینو ځایونو کې بیا د تاوتریخوالي او د رای ورکونې په بهیر کې د خنډونو په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي.

د جنوبي آسیان نږدې ۱۷۰ میلیونه نفوس لرونکي دغه هیواد کې، سهار ۸ بجې رای ورکونه پیل او د مادزیګر تر ۵ بجو پورې یې دوام وکړ.

د ۳۰۰ پارلماني چوکیو له پاره په مستقیم ډول د نږدې ۲۰۰۰ نوماندانو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

بنګله دیش اوسمهال له سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی، ځکه سیاسي مخالفین د ټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. له ټاکنو مخکې د خراب اقتصادي وضعیت، بشري حقونو تر پښو لاندې کیدو او د اپوزیسیون د سرکوب کولو پر ضد مظاهرو له کبله دغه هیواد ډیر اغیزمن شوی دی.

د جامو صنعت چې د دغه هیواد د کلني صادراتو ۸۵ سلنه برخه تشکیلوي، د کارګرانو د معاشاتو ټاکلو په برخه کې له رکود سره مخامخ دی او د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د BNP ګوند له شنبې ورځې راهیسې د دوه ورځني عمومي اعتصاب اعلان کړی دی. د دې ترڅنګ دغه ګوند د شیخ حسینېد استعفا او د انتخاباتو ترسره کولو له پاره د یوې بې طرفې مرجع رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د دوو ځواکمنو ښځو حسینه واجد او خالده ضیاء ترمنځ دښمنۍ په دغه هیواد کې سیاسي درځ رامنځته کړی دی. د خالده ضیاء زوی طارق رحمن چې اوسمهال په لندن کې د جلاوطنۍ شپې ورځې تیروي، د BNP ګوند سرپرست مشر دی.

تمه کیږي چې د ټاکنو ابتدایي پایلې به د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

خان شکور: ش.ن/ خ.ح

آیا دا د شیخ حسینه وروستۍ کاري دوره ده؟