بنګله ديش: له پوليسو سره په اخ و ډب کې په لسونو کسان وژل شوي
۱۴۰۳ تیر ۲۹, جمعهپه بنګله ديش کې يوازې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۱۸) د محصلينو د مظاهرو په ترڅ کې له پوليسو سره په اخ و ډب کې ۳۰ نور کسان وژل شوي دي چې په دې توګه د چارواکو له لوري د زور زياتي پر مهال تر اوسه په ټولیزه توګه د ۳۹ کسانو وژل کيدل تائيد شوي دي.
د تېرې ورځې د زور زياتي مرکز د پلازمينې ډهاکه ښار وو چېرې چې په لسونو کسان ټپيان شوي هم دي.
دا کسان هغه وخت ټپیان شول چې پوليسو د مظاهره کوونکو د ګروپونو د ماتولو له پاره اوښکې بهوونکی ګاز وپاشه او ربړي مرمرۍ یې فېر کړې. بل لوري ته مظاهرينو موټرو، د پوليسو مرکزونو او نورو حکومتې ودانيو ته اور واچاوه.
په دولتي وظيفه کې د سهميې د سیسټم پر ضد د مظاهره کوونکو محصلينو، امنيتي ځواکونو او د حکوت د پلوي محصلينو ترمنځ د پرله پسې نښتو او اخ و ډب له کبله د رامنځته شوي زور زياتي لمن ډېره پراخه شوې ده.
محصلين له څو ورځو راهېسې په دولتي دندو کې د سهميې سیسټم پر ضد په احتجاجونو بوخت دي، خو په دې وروستيو ورځو کې د زور زياتي په پېښو کې په دراماتيک ډول زیاتوالی راغلی دی.
د تلويزيون پر ودانۍ هجوم ور وړل
حکومت د تليفون او د انترنت په شمول ټولې مخابراتې اړيکي پرې کړي دي. بل لوري ته مظاهره کوونکو د هېواد د دولتي نشراتي ادارې پر مقر هجوم ور وړی دی او هغې ته یې اور اچولی دی.
د بنلګه ديش تلویزيون (بي ټي وي) د فیسبوک پاڼې په يوه پوست کې ويل شوي دي چې «ويجاړونکی اور په ډېره چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی. موږ د اطفايې له عملې څخه مرسته غواړو. ډېر خلک لا دننه بند پاتې دي.»
د فرانسې خبري آژانس د تلویزیون د يوه کارکوونکي له قوله خبر ورکړی دی چې په لسونو کسانو د تلویزيون ودانۍ پر ساحه هجوم ور وړی او ۶۰ موټرو او يوه دفتر ته یې اور اچولی دی.
د دې پېښې ترمخه د بنګله ديش د قانون وزير انیس الحق، ويلي ول چې لومړۍ وزيره شيخ حسينه، ده ته لارښوونه کړې ده چې د خبرو اترو په موخه يوه غونډه راوبولي او که چېرې مظاهره کوونکي راضي وي، نو له هغوی سره خبرو اترو ته چمتو ده.
د بشري حقونو ډلو پر حسينه، باندې تور پورې کړی دی چې د خپل حکومت د پياوړي کولو او د نظر د اختلاف د ځپلو له پاره د دولتي ادارو څخه ناوړه ګټه اخلي.
محصلين ولې اجتجاج کوي؟
د بنګله ديش محصلين په ۱۹۷۱م کال کې له پاکستان سره دآزادۍ د جګړې د ګډونوالو د کورنيو له پاره په دولتي وظيفو کې ځانګړې شوې د ۳۰ سلنه سهميې د له منځه وړلو غوښتنه کوي.
مظاهره کوونکي وايي چې د دې ټاکل شوې فيصدي له کبله په هېواد کې په پراخه کچه بې روزګاري مخ پر زياتېدو ده. د بنګله ديش په ۱۷۰ میليون نفوس کې تقريباً ۳۲ ميليون کسان داسې دي چې کار او زده کړو ته لاس رسی نه لري.
په آلمان کې میشت د بشري حقونو په خټه بنګله ديشي فعال سادات تسنيم، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې د کار په بازار کې اندېښنې رامنځته شوي دي.
هغه وويل: «د بيو د لوړيدو او د روزګار په تړاو غير مطمئن وضیعت پر مهال ځوانانو د دولتي دندو تمه لرله، خو د سهميې د موجود سیسټم له کبله يو غير عادلانه خنډ موجود دی.»
پر حکومت د محصلينو د غورځنګ د سرکوبه کولو تور
د احتجاجي غورځنګ يوه همغږي کوونکي آصف محمود، دويچه ویله ته وويل چې د بنګله ديش حکومت پر سوله ایزو مظاهرو باندې د بريد په موخه خپل کارکوونکي او د امنيتي ځواک غړي کارولي.
هغه وويل: «موږ له تېرو دريو ورځو راهېسې په پراخه کچه د بريدونو سره مخامخ يو. مظاهره کوونکي ډېر په بې رحمۍ سره وژل کيږي.»
هغه وويل: «لاريون سوله ایز وو او هڅه یې کوله چې غوښتنې يې ومنل شي، خو حکومت د هغوی منقطي غوښتنو ته د غوږ نيولو پر ځای پر احتجاج د بريد لاره وټاکله.»
د يادولو وړ ده چې په ۲۰۱۸م کال کې د محکمې تر يوې پرېکړې وروسته په بنګله ديش کې د سهميې سیسټم په موقتي توګه ځنډول شوی وو.
خو تېره مياشت د هېواد يوې لوړې محکمې دا پریکړه لغوه کړه او د سهميې سیسټم یې بيرته رامنځته کړ چې له هغه راهېسې مظاهرې هم پېل شوې.
مظاهرين وايي چې له دې سیستم څخه د لومړۍ وزیرې شيخ حسينه، د ګوند «عوامي ليګ» خلکو ته ګټه رسيږي. عوامي ليګ هغه ګوند دی چې له پاکستان څخه د آزادۍ په جګړه کې یې فعاله ونډه لرله.
نوموړې لومړۍ وزيرې د چهار شنبې په ورځ د يوې وينا په ترڅ کې وويل چې په دې مظاهرو کې د وژنو په تړاو به د پلټنو له پاره يوه کمېټه جوړه کړي.
ب. ص/ ن. ز (AP,afp, Reuters)