1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په غزه کې د ناروغيو مخنيوی ممکن نه دی

۱۴۰۲ آبان ۲۵, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسار خبرداری ورکړی دی چې د سوند توکو کمښت د مرستو رسولو مخه نیسي او زياته کړې يې ده چې د غير نظاميانو وژل د بشري حقونو بحران رامنځته کوي او د بشري ارزښونو د له منځه تللو په معنا دي.

https://p.dw.com/p/4YsjK
منځنی ختيځ: په رفح کې  فلسطيني میرمنې د ډوډۍ پخولو پر مهال
منځنی ختيځ: په رفح کې فلسطيني میرمنې د ډوډۍ پخولو پر مهالانځور: Hatem Ali/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسار فولکر تورک، ويلي دي چې د اسرائيل او حماس د جګړې په ترڅ کې «له نړيوال بشري قوانینو څخه په څو ځلي او د پام وړ سرغړونو ډېر جدي تورونه موجود دي.»

د ملګرو متونو د بشري حقونو دغه کميسار د منځني ختیځ تر سفر وروسته په ژنيو کې په يوه غير رسمي غونډه کې د توضيحاتو وړاندې کولو پر وخت وويل چې د دغه سرعړونو په تړاو «ژورو پلټنو او بشپړ مسئوليت اخيستو» ته اړتیا ده.

ترک وويل چې د غير نظاميانو وژل د بشري حقونو بحران رامنځته کوي او د بشري ارزښونو د له منځه تللو په معنا دي.

ترک په خبرو کې زياته کړه: «د دومره ډېرو ملکيانو وژنه د جانبي تلفاتو يا خساراتو په توګه نه شي رد کيدلای. نه په يوه کیبوڅ، نه د مهاجرو په يوه کمپ کې او نه هم په يوه روغتون کې.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسار همدا راز هغه وضعيت هم تشريح کړ چې د غزې خلک ورسره د سوند توکو د کمښت له کبله مخامخ دي چې د اړينو خدماتو د سقوط لامل کیږي.

ترک وويل: «د ميکروبي ناروغيو په پراخه کچه خپريدل او لوږه دلته ناګزيره ده.»

غزې ته د خوراکي او سوند توکو او همدا راز درملو نه رسېدل وضعيت لا پسې بحراني کوي.

فلسطينيانو ته د غزې له جنوب څخه د وتلو خبرداری

د اسرائيل پوځ د خان يونس سيمې په ختیځ کې د خبرداري پاڼو په خپرولو سره ويلي دي چې خلک دې د غزې له جنوب څخه ووځي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله په دې خبر پاڼه کې راغلي دي: «ستاسې د امنيت له پاره دې ته اړتيا ده چې تاسې د استوګنې خپل ځايونه سملاسي پرېږدئ او پيژندل شويو سرپناو ته ځانونه ورسوئ.»

همدا راز زياته شوې: «هر هغه څوک چې ترهګرو او يا د هغوی تاسيساتو ته څېرمه وي، هغه خپل ژوند په خطر کې اچوي او هر کور چې ترهګر یې کاروی، په نخښه کیږي به.»

رويترز رپوټ ورکړی دی چې د کوزه، اباصان، بني سهیله او القراراه سيمو نومونه په دې خبر پاڼو کې ذکر شوي دي.

د دې اقدام څخه داسې څرګنديږي چې د اسرائيل پوځ ښايي په نږدې وخت کې دغلته عمليات ترسره کړي دي.

تر دې دمخه د غزې په شمال کې فلسطينيانو ته ويل شوي ول چې د حماس د له منځه وړولو په موخه د اسرائيل د پوځي هلې ځلو له وجې چې په دغه سيمه کې يې کوي، د غزې تراړې جنوب ته ولاړ شي.

په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت چارواکو په حواله د روانې جګړې له پېل راهېسې تر اوسه پورې ۱۱ زره او ۵۰۰ فلسطينيان وژل شوي دي. دغه ارقام د خپلواکو سرچينو له خوا تائيد شوي نه دي.

دغه جګړه د اکتوبر مياشتي پر ۷مه نیټه پر اسرائيل باندي د حماس ترهګرو تر ترهګريزو بريدونو وروسته پېل شوې ده.

زموږ له آرشيف څخه: