1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د اسرائیل او حماس ترهگري ډلي ترمنځ جگړه دوام لري

۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

د اسرائیل او حماس ترهگري ډلي ترمنځ جگړه لا هم دوام لري. اسرائیلي چارواکي ټینګار کوي چې د اړتیا پرمهال به په ټول منځني ختیځ کې د خپل امنیت د ساتلو له پاره لاس په کارسي.

https://p.dw.com/p/4XURD
Israel Panzer
انځور: Ilia Yefimovich/picture alliance/dpa

پر اسرائيل باندې د حماس ترهګري ډلي دغه ناببره برید د ۱۹۷۳م کال د یوم کیپور جګړې ته ورته بلل سوی دی چې پوره ۵۰ کاله وروسته بیا وسو.

په هغه وخت کې د مصر په مشرتوب د عربي هېوادونو داسې یو برید کړی وو چې  له ۶ ورځو وروسته د مصر او سوریې د ماتې لامل سو، خو دې جګړې د یهودانو ملي او مذهبي روح ته ډېر زیانونه اړولې وه.

اوس په اسرائیل کې د جګړې د بعدونو او تلفاتو شمیره بې ساري ښودل سوې ده او د اسرائیل حکومت ویلي دي چې خلک باید د اوږدې جګړې له پاره چمتووالی ونیسي.

پر حماس باندې د اسرائيل ۷۵۰ بریدونه

اسرائیل اعلان وکړ چې تېر ماښام (پنجشنبه، د اکتوبر ۱۲مه) یې په غزه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو پرضد ۷۵۰ هوايي بریدونه کړي دي. د دې اهدافو په منځ کې، ۱۲ څو پوړیز برجونه لیدل کیدل، چیرې چې د حماس شتمنۍ وې.

د دغو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د حماس درې وسله وال او په غزه کې یو پوځی مرکز په نښه سوی دی، چې په تېرو ورځو کې یې پر اسرائیل د هاوانونو د بریدونو مسوولیت پرغاړه درلود.

د اسراییلو د بریدونو پایلې
د اسراییلو د بریدونو پایلېانځور: Mohammed Salem/REUTERS

په دغو بریدونو کې تونلونه، د حماس د غړو استوګنځایونه، او په ځانګړې توګه د دې ډلې د رهبرۍ ځینې کدرونه، پوځي تاسیسات لکه د وسلو ګودامونه د هغو هدفونو له جملې څخه شمیرل سوي، چې تېر ماښام پرې د اسرائیل پوځ هوایې بریدونه کړي دي.

اسرائیل د غزې شمالي اوسېدونکو ته: له سیمې ووځئ

د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې د اسرائیل پوځ تېر ماښام دغه نړیوال سازمان ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې په شمال کې مېشت ټول فلسطینیان باید په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له دغه سیمې څخه ووځي.

د هغه په ​​وينا، د دې سيمې د اوسېدونکو شمېر شاوخوا يو ميليون او سل زره کسان اټکل سوى دى.

څو ساعته وروسته د اسرائیل پوځ په رسمي ډول د غزې له اوسېدونکو وغوښتل چې د خپل ځان د خوندیتوب له پاره له دغي سیمې څخه ووځي.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړه چې د اسرائیل پوځ په دغه خبرداری کې د دغه سازمان کارکوونکي هم شامل دي.

هغه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، چې دغه حالت بېله دې چې د خلکو له پاره د تباهۍ  پرته بل څه نه سي کيداى، ده د اسرائيل د دغې پريکړې د لغوه کيدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند خبرداری ورکړ چې دا پریکړه کولای سي «اوسنی بد وضعیت نور هم ویجاړونکی» کړي.

راپورونه وايي چې اسرائیل به ښايي د جمعې یا شنبې په ورځ پر غزې ځمکني برید وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د ځینو کسانو نیوکې رد کړي دي چې ګواکې د جرمني حکومت له اسرائیل څخه د جرمني اتباعو د ایستلو له پاره کافي اقدامات نه دي کړي.

هغې په ټینګار سره وویل: «ځینې خلک تل وايي چې دا اقدام به کافي نه وې، خو زه له لومړۍ ورځې راهیسې په اسرائیل کې د المان د سفارت له ټولو کړنو خبره یمه.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوکانځور: Political-Moments/IMAGO

بربوک په یوه ټلویزیوني خپرونه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د پوځي جګړې د دوام او همدا راز په اسرائیل کې د شاوخوا سل زرو جرمني او یا هم هلته د دوه ګوني جرمني اتباعو شتون ته په اشارې سره زیاته کړه: «دا یو عادي حالت نه دی چې هر څوک دي هوايي ډګر ته ولاړ سي، ټکټونه واخلي او له اسرائیل څخه ووځي.»

د هغې په خبره، که له دغو ټولو اتباعو څخه وغوښتل سي چې له اسرائيل څخه د چټک وتلو له پاره هوايي ډګر ته ولاړ سي، نو «مطلق ګډوډي» به رامنځته سي.

د المان د بهرنیو چارو وزیري هم له اسرائیل څخه د الماني اتباعو د ژر تر ژره وتلو له پاره د خپل هیواد د پریکړو پردوام ټینګار وکړ.

پر اسرائیل باندې د حماس د ترهګریز برید له پیل راهیسې، د دې سازمان د وسله والو له خوا د یو شمیر الماني اتباعو د وژل کیدو او یا د هغوی د یرغمل کیدو په اړه ډیر رپوټونه خپاره سوي دي.

د جرمني ادارو په تېره بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې په دې برخه کې دې راپورونه په دقیق ډول وڅېړي.

اسرائیل د ترهګرو بشپړ لیست له ځانه سره لري

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر ۱۲مه) اعلان وکړ چې جنګي الوتکو یې د حماس پر هغه مرکز برید کړی دی چې د اسرائیل د ځواکونو فعالیتونه یې څارل. د دغه رپوټونو له مخې په دغه حمله کښې د حماس دوه وسله وال کسان وژل سوي دي.

د اسرائیل د هوايي ځواکونو قومندان هم ټینګار کړی دی چې دا هیواد «د ټولو هغو کسانو نوملړ لري چې د اسرائیل پر خلاف په جنایتونو کې یې برخه اخیستې ده.»

د اسرائیل د پوځ ویاند د پنجشنبې په ماښام وویل چې هیواد به یې «په ټول منځني ختیځ کې د خپلو امنیتي ګټو د ساتنې له پاره اقدام وکړي.»

دانیل هګاري زیاته کړه چې دا قدمونه به «په ټولو برخو کې او په هر وخت کې چې د اسرائیل امنیت ته ګواښ وي وجود ولري.»

ص.ذ/ن.ز