1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه

۱۴۰۱ فروردین ۱۱, پنجشنبه

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ د بسپنه ورکوونکو هیوادونو په کنفرانس له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان ملاتړ وکړي. ملګري ملتونه په دغه کنفرانس کې د بشري مرستو له پاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو راټولو قصد لري.

https://p.dw.com/p/49ICh
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

د تیر میلادي کال د اګست میاشتي په نیمایي کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، په افغانستان کې بشري وضعیت ډیر خراب شوی دی.

د بسپنه ورکوونکو هیوادونو کنفرانس یوه اوونۍ وروسته له هغې ترسره کیږي چې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي تر پرانیستل کیدو یو ساعت وروسته بیرته وتړل. دغه ګام د نړیوالې ټولنې د غوسې او ناآرامۍ سبب شو. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ژمنه کړې وه چې هغه محدودیتونه چې په خپلې تیرې واکمنۍ کې يې وضع کړي وو، نه يې تکراروي.

ملګري ملتونه، بریتانیا، آلمان او قطر چې په مجازي ډول د دې کنفرانس کوربتوب کوي، د ښوونځیو تړلو د غندلو تر څنګ یې ویلي دي چې نړیواله ټولنه نه باید د افغانستان خلک یوازې پریږدي. د هغوی په خبره د دغه هیواد ۶۰ سلنه خلک د ژوندي پاتې کیدو له پاره مرستو ته اړتیا لري.

د دغه کنفرانس کوربنو په ټینګار سره د بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه غوښتي دي چې پر اوکراین د روسیې یرغل له کبله، د افغانستان کړکېچ باید له پامه و نه غورځول شي.

Afghanistan Kinder Hungersnot DW TV
انځور: DW

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیس، چې له کابله يې خبرې کولې خبریالانو ته وویل: «اوکراین زیات اهمیت لري. خو افغانستان زموږ له روح او روان څخه غواړي (چې نسبت دغه هیواد ته) ژمن او وفادار پاتې شو.»

ملګري ملتونه په ۲۰۲۱م کال کې د شوې مرستې، درې برابره زیاتې مرستې د راټولو په لټه کې دي. دا ډیرې زیاتې پیسې دي چې ملګري ملتونه یې یوازې د یوه هیواد له پاره غوښتنه کوي. خو تر اوسه د هغې یوازې ۱۳ سلنه راټولې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي، چې افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی او د دغه هیواد ۲۴ میلیونه خلک د ژوندي پاتیدو له پاره بشري مرستو ته اړتیا لري. ګریفیس وویل: «موږ باید پرې نه ږدو چې په افغانستان کې وضعیت تر دې خراب شي او له دې کبله له مرسته کوونکو غواړو چې... سخاوتمند اوسي.»

Afghanistan - Humanitäre Krise
انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د نوموړي بریتانوي دیپلومات په خبره د میلیونونو کسانو له پاره کاري فرصتونه نشته او خلک د ژوندي پاتېدو له پاره پیسې قرضوي. د کورنیو ۸۰ سلنه مصارف په خوراکي توکو لګیږي. د هغه په خبره پر دې سربیره بله سخته ستونزه په تیرو لسیزو کې د وچکالۍ ده.

د طالبانو له لوري تر شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د تړل کيدو اقدام د نړیوالو د غوسې او ناراحتۍ سبب شوی. ګریفیس وویل: «موږ په بې صبرۍ سره د دې په انتظار یوو چې په لنډه موده کې دغه پریکړې لغوه شي.»

بریتانیا ویلي دي چې په راتلونکي مالي کال به د ۳۸۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړي او هدف دا دی چې د دغو مرستو څه کم ۵۰ سلنه ښځو او نجونو ته ځانګړې شي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب