1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د مرستو د «حقيقي هدفونو» ټاکل مهم دي»

۱۴۰۱ فروردین ۱۱, پنجشنبه

د آلمان د پراختيايي چارو وزيرې په افغانستان کې د بشري ناورين د له منځه وړولو له پاره د لا زياتو نړيوالو هلو ځلو غوښتنه وکړه. نوموړي په افغانستان کې د مرستې له پاره د «حقيقي هدفونو» د ټاکلو خبره وکړه.

https://p.dw.com/p/49Hue
Berlin | Entwicklungsministerin Svenja Schulze
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د آلمان د پراختيايي چارو وزيرې سوينيا شولڅه د «سايټ آنلاين» ورځپاڼه کې ليکلي: «موږ نه شو کولی او نه غواړو چې عمل ونه کړو.» خو نوموړې ټينګار وکړ چې د افغانستان له اوسنيو واکمنانانو سره د همکارۍ يو مهم شرط بشري حقونو ته درناوی دی.

نوموړې ويلي: «نړۍ بايد په ځانګړي توګه په دې شپو ورځو کې وپوهيږي چې موږ افغانستان ته باید د ځينو مهمو دلایلو پر اساس پاملرنه وکړو. د دغه هيواد تر نيمايي ډېر نفوس له لوږې کړيږي، چې ۱۳ میليونه یې ماشومان دي.» نوموړې زياته کړې چې د زده کړو او روغتيا سیسټمونه د سقوط په درشل کې دي او «اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی.»

شولڅه ټینګار وکړ: «موږ بايد د باانډوله عمل له لارې پرته له دې چې د افغانستان نویو واکمنانو ته مشروعيت ورکړو، د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.» نوموړې په خپلو خبرو کې زياته کړه چې موږ په دغه هيواد کې تر طالبانو ډېر په خپلواکه توګه عملي کولی شو.

نوموړی زياته کړې: «بايد واضح کړل شي چې له حکومته [د طالبانو له حکومته] دا لیري والی، ما او د آلمان د حکومت نورو غړيو ته ډېر مهم دی ترڅو په افغانستان کې يو ټولشموله، مشروع او يو په رسميت پيژندل شوی حکومت ولري.»

بريتانيا له افغانستان سره د ۳۷۴ ميلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې

شولڅه په دغه مقاله کې ليکلي دي: «واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته په لوېديځ کې د ډېرو دا انګيزه د درک وړ وه چې ژر تر ژره باید له دغه هيواد څخه ووځي خو تر شل کلن پوځي او ملکي ماموريت وروسته د نړيوالي ټولني مسئوليت موږ ته دا اجازه نه راکوي چې دغه هيواد له پامه وغورځوو.»

د آلمان د پراختيايي چارو دا وزيره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پياوړي کول د راتلونکي د ښکيلتيا يوه مهمه نقطه ګڼي: «زه د يوه فيمنستي پراختيايي سياست پلوۍ يم. دا زما له پاره په دې معنی ده چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د دې له کبله چې طالبان ناسمې پريکړې کوې، دوه ځله ونه ځوريږي.»

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې نن، پنجشنبه (د ۲۰۲۲م کال د مارچ ۳۱مه نيټه) په ژنيو کې له افغانستان سره د مرستې راټولو په موخه د بسپنه ورکوونکو يوه آنلايني غونډه ترسره کیږي. دا غونډه د ملګرو ملتونو له خوا تنظيم شوې ده.

هدف ټاکل شوی چې په دې غونډه کې د افغانستان له پاره څلور میليارد ډالر راټول شي. بريتانيا د چهار شنبې په ورځ له افغانستان سره د ۳۷۴ ميليونو يورو د مرستې ژمنه وکړه.

ب. ص/ ن. ز (AFP)