1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا له افغانستان سره د ۳۷۴ ميلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې

۱۴۰۱ فروردین ۱۰, چهارشنبه

بريتانیا د افغانستان له پاره د بسپنه ورکوونکو هيوادونو تر غونډې یوه ورځ مخکې له دغه هيواد سره د ۳۷۴ ميلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. په دغه نړيوال کنفرانس کې به له افغانستان سره د ۴،۴ ميليارده ډالرو راټولو هڅه وشي.

https://p.dw.com/p/49Dii
UK Downing Street, London Liz Truss
انځور: Justin Ng/Avalon/Photoshot/picture alliance

د ملګرو ملتونو وياند جينس لاېرکه د پنجشنبې ورځې د کنفرانس تر مخه وويل چې د افغانستان سره د مرستو دا غوښتنه په تاريخ کې د بشري مرستو د راټولو تر ټولو ستر کمپاين دی چې د يوه هيواد له پاره پيل شوی دی. د هغه په خبره په دې ترڅ کې د افغانستان له پاره تر اوسه د اړينو مرستو يوازې ۱۳ سلنه یې منل شوي دي.

نوموړي وويل چې دا ژمنه شوې مرسته به د طالبانو لاسونو ته د لوېدو پر ځای نيغ په نيغه هغو مرستندويه ادارو ته ورسيږي چې په سيمه کې پروژې عملي کوي.

خو د ژنيو دغه آنلايني کنفرانس په داسې يوه وخت کې ترسره کيږي چې طالبانو تېره اوونۍ د نجونو د منځنيو ښوونځيو او ليسو د پرانيستو خپله ژمنه پر ځای نه کړه او په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه اندېښنې خپل اوج ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو په حواله چې له بريتانيا سره په شريکه د دغه کنفرانس کوربتوب کوي، په افغانستان کې څه نا څه ۲۳ ميليونه انسانان دمګړۍ له لوږې سره مخ دي او ۹۵ فيصده یې کافي خواړه نه لري. زياته شوې چې ۱۰ میليونه ماشومانو د ژوندي پاتيدو له پاره بیړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د بريتانيا د بهرنیو چارو وزيرې لز تروس له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو د اعلان پر وخت وويل: «بريتانيا هڅه کوي چې نور هيوادونه له افغانستان سره مرستې ته تشويق کړي او افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو لکه د خوړو، سرپنا او دارو درملو د رسولو د هلو ځلو مشري کوي.»

د روانې ميلادي مياشتې تر لومړيو پورې ملګرو ملتونو ته د جګړه ځپلي هيواد يمن سره د مرستې په موخه د ژمنه شويو ۴،۲۷ ميلياردو ډالرو څخه يوازې ۱،۳ ميليارده ډالر رسېدلي دي. يمن ته د نړيوالو پاملرنه لا د اوکراين تر جګړې مخکې ډېره کمه شوې وه.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)