1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بانک د نجونو پر ښوونځيو د بندیز له کبله پروژې ځنډولي

۱۴۰۱ فروردین ۱۰, چهارشنبه

نړيوال بانک په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر منځنيو ښونځيو او ليسو د بندیز غځولو له کبله په دغه هېواد کې د ۶۰۰ ميليونه ډالرو پروژې ځنډولي دي. دغه پروژې په هغو پېسو تمويليدلې چې په دې وروستيو کې آزادې شوې وې.

https://p.dw.com/p/49D6y
World Bank in Washington
انځور: Andrew Harnik/AP/picture alliance

د نړيوال بانک د مسئولينو له خوا ويل شوي چې دغه پروژې د زده کړو، روغتيا او کرهڼې په برخه کې وې چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق «ای آر ټي اف» په هغو پېسو تمويليدلې چې په دې وروستيو کې آزادې شوې وې او د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا مصرفيدلې.

خو د نړيوال بانک مشرتابه چې په افغانستان کې یې د طالبانو له خوا د نجونو پر ښوونځيو د بندیز پر غځيدا ژوره اندېښنه ښوولې ده، غواړي چې د ای آر ټي اف د ټولو پروژو خدماتو ته ښځي او نجونې هم په مساوي توګه لاس رسی ولري.

د بانک له خوا ويل شوي چې له همدې کبله به دغه څلور پروژې د «ای آر ټي اف» تمويل کوونکو ته هغه وخت د تصويب له پاره وړاندې شي «چې کله نړيوال بانک او نړېوالې ملګرې ادارې یې وضعيت سم درک کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې په دې پروژو هدفونه ترلاسه کيدای شي.» خو معلومه نه ده چې دغه کار به کله کیږي.

امریکايي چارواکو د طالبانو له خوا د نجونو د منځنيو ښوونځيو او ليسو د بندولو په غبرګون کې له دغه ډلې سره په دوحه کې پلان شوې خبرې اترې وځنډولې.

Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
د نجونو د منځنيو ښوونځيو او ليسو تړل کيدو سخت غبرګونونه پارولي انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د روانې مارچ مياشتې پر لومړۍ نېټه د نړيوال بانک اجرايوي بورډ د افغانستان د بيارغونې مرستو له صندوق څخه د څه باندې يو ميليارد ډالرو د کارولو اجازه په دې شرط ورکړه چې پر طالبانو لګيدلي بندیزونه به نه اغیزمن کيږي او دغه پېسې به په ډېرو اړينو پروژو يعني د زده کړې، روغتيا، زراعت او کورنيو د خير ښېګڼې په برخو کې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې مصرف شي.

د ای آر ټي اف صندوق د تېر ميلادي کال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو لږ وروسته کنګل کړل شو. بهرنيو حکومتونو هم همدا راز خپلې ټولې مالې مرستې چې د دولتي ادارو تر ۷۰ سلنه ډېر مصارف یې پرې کول، ودرولې.

کله چې پر دې توافق وشو چې د ای آر ټي اف پېسې به د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا د نويو پروژو له پاره آزادې شي نو نړيوال بانک واضح کړه چې تمه لري، «پر دې بايد تمرکز وشي چې ښځې او نجونې به د دغو مرستو له لارې ملاتړ ترلاسه کوي او د دې پروژو ګټه به ورته رسيږي.»

خو طالبانو له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړو بندیز اوږد کړ او تېره اونۍ د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تر پرانيستل کيدو څو ساعته وروسته بيرته وتړل شوې.

خو د طالبانو مشرانو ويلي دي چې ډېر ژر به نجونو ته ښوونځيو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)