1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان راتلونکو انتخاباتو ته ځان کانديد کړی دی

۱۴۰۲ دی ۱, جمعه

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان، د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴م کال انتخاباتو ته د نوماندۍ کاغذونه ډک کړل. د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ د خان ضمانت منظور کړ; خو د نورو قضيو له پاره به لاهم په زندان کې وي.

https://p.dw.com/p/4aV5z
د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خانانځور: K. M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

رويټرز د پاکستان جیو نیوز تلويزيون له قوله ليکي چې دپاکستان پخواني صدراعظم عمران خان چې اوس په زندان کې دی، د جمعې په ورځ د پاکستان د ۲۰۲۴م کال عمومی انتخاباتو له پاره د خپلې نوماندۍ سندونه ډک کړل. خان په دغه اقدام سره غواړي تر څو د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې خپل د زېږېدو ښار، میانوالي ته د ېوې څوکۍ له پاره مبارزه وکړي.

وکیلانو وويل چې دپاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ (د دسمبر ۲۲مه) د یو محرم حکومتي سند د افشا کولو  قضيې په تړاو د عمران خان ضمانت منظور کړ، خو پر هغه د فساد او نورو لګولو شوو تورنو په دليل به لا هم په زندان کې پاته وي.

وکيل سلمان صفدر، د پاکستان سترې محکمې په مخکي خبریالانو ته وویل: «په نهایت کې قضیه ړنګه شوه او د عمران خان او شاه محمود قریشي ضمانتونه بلاخره منظور شول.» شاه محمود قریشي چې د عمران خان په حکومت کې د هغه خارجه وزیر وو، هم په ورته تور بندي دی.

څارنوالان ادعا کوي چې خان او قریشی په امریکا متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفارت له خوا یو استول شوی دیپلوماټيک پیغام څخه ناوړه استفاده کړې ده. دغه کړنه د اسرارو د قانون مطابق کولی شې تر ۱۴ کاله زندان یا هم د مرګ سزا له ځانه سره ولري.

خو د پاکستان سوپریم کورت په خپل یو لنډ حکم کې ويلي دي چې په دې هکله «داسې کوم معقول دلایل شتون نه لري چې د دې باورمندي رامنځ ته کړې» چې خان دې د داسې یوې کړنې مرتکب شوی وی.

۷۱ کلن عمران خان، وروسته له هغې چې روان کال د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتيجه کې له واکه لرې شو، په اګست میاشت پر هغه د لګول شوو تورنو په نتیجه کې زنداني شو.

خو د عمران خان تحریک انصاف ګوند (PTI) ويلي دي چې ډېره تمه نه لري چې عمران خان دې له بنده آزاد او په عمومي انتخاباتو کې چې د راتلونکې کال د فبروري مياشتي پر اتمه کیږي، ګډون وکړي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز. 

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل