1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان له زندانه د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته کمپاین کوي

۱۴۰۲ آذر ۲۷, دوشنبه

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د مصنوعي ځيرکتيا څخه په استفادې له زندانه خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ. د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته د خان غږ ته په ورته آواز د هغه جوړه شوې یوه له شوره ډکه وینا تېره شپه خپره شوه.

https://p.dw.com/p/4aIqM
DW Conflict Zone l Videostill l Imran Khan
انځور: DW

۷۱ کلن عمران خان له اګست میاشتې راهيسې په زندان کې دی. هغه وايي پر هغه تورنه د دې له پاره لګول شوي تر څو ېې د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون مخه نیول شوي وي. د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د جمعې په ورځ ومنله چې انتخابات به د فبرورۍ مياشتي پر ۸ وشي.

خو د خان د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند له مصنوعي ځيرکتيا څخه په استفادې وشو کړای چې د خان يو څلور دقیقه ېې پيغام خپلو پلویانو ته ولري. په ېوې «مجازي اجتماع» په بڼه د خان دغه پيغام د يکشنبې او دوشنبې تر منځ شپه کې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپور شو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې عمران خان د خپلو وکیلانو په لاس یو لنډ متن استولی چې د مصنوعي ځيرکتيا شرکت د یو ابزار په ذریعه په غږ واوښتل شو. خان په دغه پیغام کې چې د هغه غږ ته ورته غږ باندې جوړ شوی، وويل: «زما پاکستاني پلویانو، غواړم په سر کې د ټولنیزو رسنيٍو له ټيم څخه د دغې تاريخي هڅې په خاطر ستاینه وکړم.»

د پاکستان خیبر پخښتوخوا ایالت پېښور کې د عمران خان د پلویانو او پولیسو تر منځ د مظاهرو پر وخت اخ و ډب - د می ۱۰مه ۲۰۲۳
د پاکستان خیبر پخښتوخوا ایالت پېښور کې د عمران خان د پلویانو او پولیسو تر منځ د مظاهرو پر وخت اخ و ډب - د می ۱۰مه ۲۰۲۳انځور: Fayaz Aziz/REUTERS

په ادامه کې وويل شول: «کېدای شي تاسو ټول به فکر کوی چې زه به په زندان کې څه حال لرم. نن د واقعي آزادۍ له پاره زما اراده ډېره قوي ده.»

جوړه شوې وينا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو د پنځو ساعتونو ویناوو په پای کې خپره شوه. دغه ويناوې په ژوندۍ بڼه پر فیسبوک، اکس یا پخواني ټويټر او یوټيوب شبکو خپرېدې. د عمران خان له جوړې شوې وینا سره د هغه پخواني انځورونه او وېډیوګانې ښودل کېدې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټولنیزو رسنیو مشر، جبران الیاس وویل: «دا زموږ له پاره له فکره پورته وه. دا پر فشارونو غالبېدل دي.» الیاس د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ غواړو د انتخاباتو حالت ته وروګرځو. د عمران خان پرته د پي ټي آی هېڅ سیاسي اجتماع بشپړه نه ده.»

په می میاشت کې د خان د لنډ وخت نيول کېدو وروسته، حکومت د هغه پر آنلاین فعالیتونو بندیز ولګاوه. نړېواله مونيتور کوونکې شبکې، نیت بلاکس، وويل چې د خان خلاف مخکنیو انترنيتي سانسور پر اساس، د یکشنبې له ناوخته تر ۷ ساعتونو پورې ټولنیزې رسنۍ بندې وې. خو د دې باوجود، د مصنوعي هوش پر مټ د خان جوړه شوی پیغام څه د پاسه ۴نیم میلیونه کسانو پر فیسبوک، اکس او يوټيوب شبکو ولېده.

په می میاشت کې د خان د لنډ وخت نيول کېدو وروسته، ایالتي سينسورونو د هغه پر آنلاین فعالیتونو بندیز ولګاوه
په می میاشت کې د خان د لنډ وخت نيول کېدو وروسته، ایالتي سينسورونو د هغه پر آنلاین فعالیتونو بندیز ولګاوهانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

عام خلک د خان دغې وینا په هکله مختلف نظرونه لري. په لاهور ښار کې ۳۸ کلن سوداګر مدير، سید محمد عشر، چندان خوښ نه دی. هغه وويل: «دا ډېره د قناعت وړ نه وه. ګرامر ېې هم عجیب وو، خو زه بیا هم د هغوی کار ستایم.» عشر زیاتوي: «که صادقانه ووایم، هيڅ شی د واقعي اجتماع او واقعي وینا ځای نه شي نیولی.»

خو د رسنیو کارکوونکی حسین جاوید افروز بیا د خان ګوند د دغه کار ستاینه کوي: «بل هېڅ ګوند له تکنالوژي څخه داسې استفاده نه کوي څنګه ېې چې پي ټي آي کوي.» ۴۲ کلن سید زیاتوي: «دا نوي ابزار دي، ځکه خو فکر کوم له هغو څخه استفاده یو مثبت کار دی.»

د عمران خان ګوند په پاکستان کې لومړنی ګوند دی چې ځوان قشر ته د خطاب کولو له پاره په پراخه کچه د ټولنیزو رسنیو له ځواک څخه استفاده کوي، هغه څه چې خان ېې پنځه کاله مخکې واک ته ورساوه.

 mks/nz(AFP)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب