1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«محکمې د عمران خان د بند سزا ځندولې ده»

۱۴۰۲ شهریور ۷, سه‌شنبه

د پاکستان يوې محکمې د اختلاس په يوه قضيه کې د عمران خان د دريو کلونو بند سزا ځنډولې او په ضمانت یې د هغه د آزادولو حکم کړی دی. خو يوې ځانګړې محکمې په يوه بله قضيه کې په توقیف کې د هغه د ساتلو پريکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4VhVb
آرشيف انځور: د عمران خان د نيول کیدو پر ضد مظاهره
آرشيف انځور: د عمران خان د نيول کیدو پر ضد مظاهرهانځور: Asif Hassan/AFP/Getty Images

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند يوه وياند د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اګست ۲۹) د پخواني لومړي وزير او دغه ګوند د مشر عمران خان، د بند سزا د ځندولو خبر ورکړی دی.

دغه وياند وويل چې د اسلام آباد های کورټ يا لوړي محکمې د ابتدايي محکمې د روانې مياشتې يوه پريکړه ځنډولې ده چې له مخې عمران خان د دريو کلونو بند په سزا محکوم شوی وو او په راتلونکو ټاکنو کې یې د هغه د ګډون مخه هم نيولې وه.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

خو د اسلام آباد هايي کورټ يا لوړې محکمې تر پریکړې لږ وروسته يوې ځانګړې محکمې د يوې بلې قضيې په ترڅ کې په توقيف کې د نوموړي د ساتلو پريکړه کړې ده. نوموړي ته لارښوونه شوې ده چې د اګست مياشتي پر ۳۰مه نېټه دې د دې قضيې د اوريدنې په موخه ځانګړې محکمې ته حاضر شي. 

اړونده موضوع: «عمران خان ته د قتل په يوه قضيه کې برائت ورکړل شوی»

د عمران خان وکيلانو تر دې دمخه ويره څرګنده کړې وه چې محکمې که څه هم چې د نوموړي ضمانت منلی دی خو کيدای شي هغه د نورو تر ۲۰۰ ډېرو قضيو په تړاو ونيول شي چې د ۲۰۲۲م کال په اپريل میاشت کې له واکه تر ګوښه کیدو وروسته یې پر ضد ثبت شوي دي.

له دې وکيلانو څخه یوه يې ګوهر خان، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ له محکمې په يوه جلا عریضه کې غوښتنه کړې وه چې نوموړی بايد سملاسي په بله کومه قضيه کې ونه نیول شي.» هغه وويل: «که چېرې هغه بيا هم نيول کيږي نو دا عمل به له قانون سره په ټکر وي.»

اړونده موضوع: عمران خان: ګوند مې د «بشپړه سرکوبۍ» سره مخامخ دی

عمران خان په همدې روانه ميلادي میاشت کې د توشه خانې يا دولتي ډاليو په ترڅ کې د فساد له کبله د دريو کلونو بند په سزا محکوم شوی وو. نوموړي دغه ډالۍ د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې د صدراعمظمۍ په خپله دوره کې د نورو هېوادونو له خوا ترلاسه کړې وې. د پاکستان د قانون له مخې له نورو هېوادونو څخه ترلاسه شوې تحفې باید دولتي خزانې ته وسپارلې شي.

د دې قضيې په ترڅ کې عمران خان د راتلونکو پنځو کلونو له پاره نااهل يا «رد صلاحيت» ګرځول شوی وو خو د عمران خان يوه وکيل احسان احمد، وويل د دې پريکړې ځنډيدل به کيدای شي دا جزا هم له منځه يوسي.

په ۲۰۲۲م کال کې د باور رایې نه ترلاسه کولو وروسته د عمران له ګوښه کیدو راهېسې پاکستان له سياسي کړکیچ سره مخامخ دی. د نورو دلايلو ترڅنګ د تېر کال د سختو سېلابونو له کبله د کرهنیزو توليداتو د راکمېدو له کبله دغه هېواد د اقتصادي بحران له خطر سره هم مخامخ دی. 

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: