1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د عمران خان علني محاکمه رد شوه»

۱۴۰۲ آذر ۷, سه‌شنبه

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان علني محکمه رد شوې ده. د هغه وکيل وايي حکومت ويلي دي چې له زندانه بهر، د خان ژوند ته خطرونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/4ZX3u
عمران خان روان کال د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې شو چې بيا په اګست کې پر ۳ کاله بند محکوم شو او اوس په زندان کې دی
عمران خان روان کال د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې شو چې بيا په اګست کې پر ۳ کاله بند محکوم شو او اوس په زندان کې دیانځور: K. M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د رپوټونو پر اساس، د عمران خان وکيل وويل چې د خان پر ضد د حکومتي رازونو د افشاګرۍ قضيې تورنو ته د رسيدګۍ محکمې وروسته وويل چې دغه محاکمه به دننه په زندان کې وشي، خو ژمنه ېې وکړه چې د خلکو او رسنيو په موجودیت کې به کيږي. په پام کې وه، چې هغه د دوشنبې په ورځ په یوه علني محکمه کې حاضر شي.

په زندان کې یوه ځانګړې محاکمه له هغه وخت راهيسې پیل شوې، چې تېره میاشت پر خان نوي تورنه ولګول شول.

دغه تورنه په امریکا متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفير له خوا اسلام آباد ته له یو استول شوي ديپلوماتيک پیغام سره تړاو لري. پر خان تور دی چې دغه حکومتي پیغام ېې افشا کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام آباد لوړې محکمې تېره اوونۍ حکم وکړ چې د امنيتي اندېښنو له کبله په زندان کې محاکمه غیرقانوني ده او له سره ېې د علني محکمې حکم ورکړ.

د عمران خان وکيل، نعیم پانجوتا وايي، خان د دوشنبې په ورځ ځکه علني محکمې ته حاضر نه کړل شو، چې حکومت ويلي دي چې له زندانه د بهر کېدو په صورت کې د خان ژوند ته خطرونه موجود دي.

پانجوتا په دې هکله پر ایکس یا پخوانۍ ټويټر شبکې ليکلي: «د زندان خپاره شوي رپوټونه وايي چې د استخباراتو او پولیسو د ګڼو رپوټونو پر اساس، د عمران خان ژوند ته ګواښونه موجود دي.»

Pakistan Peschawar | Unruhen nach Verhaftung von Ex-Premier Imran Khan
آرشیف - د پاکستان د پخواني صدارعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر، عمران خان، پلویان د خان په ملاتړ لاریون کې - پېښور د می ۱۰. ۲۰۲۳ انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

۷۱ کلن خان، روان کال د پاکستان د سیاسي جنجالونو په لړ کې د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې شو او بیا وروسته په اګست مياشت کې په درې کاله بند محکوم شو چې اوس په زندان کې دی.

هغه په دې دليل چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲م کلونو کې ېې د خپل حکومت پر وخت حکومتي ډالۍ په غیرقانوني توګه پلورلي، پر حبس محکوم شو. خان د افشا شوي پیغام ادعا او پر هغه د حکومت له خوا ټول لګول شوي تورنه ردوي او وايي چې دغه تورنه د پاکستان د پوځ له خوا جوړ شوي دي. خان تر دې مخکې د پاکستان پوځ پر دې هم تور کړی چې د هغه په ګوښه کېدو کې لاس لري، خو پوځ بیا د خان دغه تورونه ردوي.

خان تر سلب صلاحيت کېدو وروسته پراخ اعتراضي حرکتونه پيل کړل، خو تر بندي کېدو وروسته نور په خلکو کې نه دی راڅرګند شوی.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب