1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په جوزجان کې پر يوه کس د قصاص حکم عملي کړی

۱۴۰۲ اسفند ۷, دوشنبه

طالبانو ويلي دي چې په جوزجان کي يې په قتل تورن يوه کس باندي په عام محضر کي د قصاص حکم عملي کړی دی.

https://p.dw.com/p/4ctfl
آرشيف انځور: طالبانو په جوزجان کې پر يوه کس د قصاص حکم عملي کړی
آرشيف انځور: طالبانو په جوزجان کې پر يوه کس د قصاص حکم عملي کړیانځور: Mario Tama/Getty Images

دا په تیرو څلورو ورځو کې د قصاص درېمه قضیه ده. پر دې علاوه په تيرو څو ورځو کې څلور کسان په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه (۲۰۲۴م کال د فبرورۍ ۲۶) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په قتل تورن سوی يو کس په جوزجان ولايت کي په عام محضر کې قصاص شو.

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې تورن کس نظر محمد نومېد او اصلاً د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی وو. دغه کس په دې تورن سوی وو، چې دوه کاله وړاندې يې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خال محمد په نوم یو کس په چاقو وهلي او وژلو وو.

د طالبانود سترې محکمې په دې اعلاميه کې راغلي دي چې پر یاد تورن کس باندي د قصاص حکم د جوزجان ولایت په ورزشي لوبغالي کې د سترې محکمې د مسئولینو او عامو وګړو په شتون کې عملي شو.

که څه هم د طالبانو سترې محکمې د قصاص سزا څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی، خو عيني شاهدانو ويلي دي چې د مقتول ورور پر تورن کس باندي پنځه ډزه وکړه. ويل کيږي چې دغه اعدام د متقول د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو په منځ کي اجرا شو.

له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې دا دریم کس دی چې طالبان يې قصاص کوي. د سترې محکمې په اعلاميه کې ټینګار شوی دی چې دغه احکام د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده له خوا تائيد شوي ول.

پر دې سربېره طالبانو په روانه اونۍ کې په بلخ او لغمان ولایتونو کې د یوې ځوانې نجلۍ په ګډون څلور تنه د «نا مشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه ډلې مشر ملا هيبت الله اخندزاده قاضیانو ته لارښوونه کړې ده چې د «حدود او قصاص» احکام دي په عام محضر کې عملي کړي.

د طالبانو محکمو تر اوسه په سلګونو نارینه او ښځې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او پنځو نورو ته یې د قصاص سزا ورکړې ده.

نړيواله ټولنه او د حقوقي چارو کارپوهان، مدافع وکيلانو او قانوني محاکمې ته د تورنو کسانو نه لاسرسی غندي او له بشري حقونو څخه یې سرغړونه ګڼي. خو طالبان دغو غبرګونونو ته هېڅ پام نه کوي او د خپل مشر له حکم سره سم یې تورن کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او پر څو نورو یې د قصاص حکم عملي کړی دی.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی دی چې د اعدام سزا ژر تر ژره وځنډوي او د اعدام سزا د حکم صادرول لغوه کړي.