1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې نیول شوي فعالان خوشي کړي

۱۴۰۲ بهمن ۱۴, شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو ادارې مشر په عنوان لیکل شوي یوه لیک کې، په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د حقونو دوو فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان په عاجل ډول د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4c0Ty
BG I Das verlassene Gefängnis der Taliban-Häftlinge in Kabul
آرشیف انځور: د بل چرخي په محبس کې طالب ځواکونهانځور: STRINGER/REUTERS

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل د طالبانو ادارې د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق، په عنوان یوه لیک کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې حقونو د دوو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې راغلي دي چې احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان چې د «فکر بهتر» روزنیز سازمان سره یې کار کولو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۷ نیټه د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل په کارته چهار کې له خپل کاري دفتر څخه بیول شوي ول.

زیاته شوې ده چې دغه دوه کسان د طالبانو د نظام پر ضد فعالیتونو، د هغو له ډلې څخه د نجونو د رباټیک ټیم له هیواده بهر انتقالولو په برخه کې مرسته کولو، د اعتراض کوونکو ښځو هڅونې او د مظاهرو په لاره اچونې تورن دي. خو دغه تورونه پخپله د دوی او د دوی د کورنیو له خوا په جدي ډول رد شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اطلاعاتو په حواله دغه فعالان د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په ۲۷ نیټه محاکمه او وروسته د پلچرخي محبس ته انتقال کړای شوي دي. په لیک کې راغلي دي چې دغه دوه فعالان ۷۲ ورځې د طالبانو د استخباراتو په څلویښتم ریاست کې ول.

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

د بخښنې نړیوال سازمان د احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خپل سري نیونه د نړیوالو بشري جقونو خلاف بللې ده او په بیړه، بې له قید او شرط څخه پرته یې د آزادولو غوښتنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان د دغو دوو فعالانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې دوی له عادلانه محکمې څخه محروم کړای شوي دي.

ویل کیږي چې دغه فعالان د طالبانو له خوا شنکجه او ناوړه چلند سره مخامخ شوي، د هغو له جملې څخه بې خوبه کول او ځانګړو بند خونو کې ساتل، څو اعتراف ترې واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان یو وار بیا د طالبانو له خوا د خپل سري نیونو، شکنجې او هر ډول ناوړه چلند د بندولو او د نجونو او ښځو پر زده کړو د محدودیت لیري کولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په څه دپاسه دوو کلونو کې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال پر خلکو په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو ډیر محدودیتونه وضع کړي دي. په دې ترڅ کې یو شمیر ښځې او نارينه چې د خپلو حقونو له پاره یې اعتراضونه کول، نیولي او بندیان کړي دي.

دا د بشري حقونو فعالانو د خوشې کولو له پاره د طالبانو ادارې د استخباراتو مشر ته د بخښنې نړیوال سازمان دویم لیک دی. څه موده مخکې نوموړي سازمان د طالبانو د استخباراتو له مشر څخه غوښتنه کړې وه چې منیژه صدیقي دې بې له قید او شرطه له بنده خوشي کړي. خو طالبانو پر دې خبرې هیڅ غوږ نه دی ګرولی او منیژه صدیقي اوس هم په کابل کې د طالبانو په بند کې ده.

شکیلا ابراهیم خیل/ ش.ن/ا.خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب